شعـــــرونه

راشه ازادۍ!/ نصيب رحماني

نصيب رحماني

ازادۍ! درته سرونه انتظار کړي
ازادۍ! لاله ګلونه انتظار کړي

ازادۍ! د انقلاب څپې کړه ټولې
ازادۍ! میندې،پلارونه انتظار کړي

ازدۍ! چیرته په دغه لاره راشه
ازادۍ! څو اراوحونه انتظار کړي

ازادۍ! د شهیدانو ویني ګــــوره
ازادۍ! لکـه ډنډونه انتظار کړي

ازادۍ! په جیل خانه مې سلام وایه
ازادۍ! ورته څو زړونه انتظار کړي

ازادۍ! زما له مینې نفرت نشته
ازادۍ! بس دا وختونه انتظار کړي

ازادۍ! د یتیم اوښکې تړمې،تړمې
ازادۍ! څه امیدونه انتظار کړي

ازادۍ! د رحماني د زړه سکونه
ازادۍ! لا څو کالونه انتظار کړي
ـــــــــــــ
نصیب رحمانی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close