نظــر

سیاسي اپوزیسیون او د طورخم دروازه

جان اغا بهار

سیاسي اپوزیسینونه د دې لپاره په دیموکراتیکو ملتونو کې مجاز اعلام شوي، چې د حکومت پر هغه نیمګړتیاو نیوکې وکړي، چې ملې کټې، ارضي تمامیت، ځمکنۍ بشپړتیا او عمومي امنیت زیانمنوي، نه د دې لپاره، چې د خلکو تر منځ تفرقات، د حکومت او ملت ترمنځ فاصلې اېجاد کړي خو، په افغانستان کې څومره سیاسي اپوزیسینونه چې دې ټول د حکومت پر تناقض څرخي او د حکومت د پرزولو لپاره یې بېلابېلې مفکورې په کار اچولې دي .د دغې اپوزیسینونو له جملې یو د افغانستان د پخواني مالیې وزیر انوارالحق احدي په مشرۍ (نوې ملې جبهه) ده، یاده سیاسي ډله د اوسني حکومت پر ټولو لاسته راوړنو سترګې پټوي او مطلق دا وایي، چې هېڅ لاسته راوړنې نه  لري.

دوی پر حکومت، له انتقاداتو یو دا بولې، چې د پاکستان سره یې اړیکې ترینګلې حتی تر پرېکونه رسولې خو؛ د ولسمشر د هغه سیاست په برخه کې چې پر اساس یې په پاکستان نوره نړۍ بې باروه شوه او د انزوا تر نقطې یې ورساوه، دوی استدلال کوي، چې دا د امریکا او متحدینو زوړ پلان وو، چې د یاد پلان پر اساس به پاکستان تر ۲۰۲۵ ز کاله  پورې منزوي کېږي، بلوچستان، د سند ایالات……. به ترې ازاد شي.
بله نیوکه د دوی د اجرائیه ریاست پر چوکۍ ده، دوی یادونه کوي، چې د ملي وحدت حکومت د کومې توافقنامې پر اساس چې رامنځته شوی، هلته له دریو مادو یې یوه دا وه، چې لویه جرګه به رابلل کېږي، چې د هغې پر اساس به د اجرائیه ریاست برخلیک معلوموي چې راتلونکې سنبله یې نهایي نېټه ګڼل شوې ده.اساسي قانون ته پر ژمنتیا او منلو سره باید د هېواد پر داخلي او خارجي مهمو مسایلو کې د اپوزیسیون نظر هم وپوښتل شي، چې دوی یې په اړه څه  وایي. ولسمشر همدې اصل ته په کتو د ګاونډي هېواد پاکستان سره د سرحدي ستونزو د حل په موخه د نوې ملي جبهې په مشوره، چې د دوی نظر په کې ذېدخیل و، د حکمت خلیل کرزي په مشرۍ پاکستان ته پلاوی ولېږه، چې حالاتو او ستونزو ته په کتو په دې پرېکړه وشوه، چې باید یوه دروازه، له اوسنۍ کرښې د سل مترو په فاصله شاته جوړه شي، هماغسې وشو خو؛ اوس اساسي مسله دا ده، چې همدغه ډله پر حکومت نیوکه کوي، چې ولې یې د دروازې د جوړولو اجازه ورکړه؟.
 د سیاسي نهضتونو شتون د یو هېواد په جوړېدو او له منځه تللو کې ستر او اساسي رول لري. خو متاسفانه، چې په افغانستان کې یې، له ټاکلي حدوداتو تېری کړی او شتون یې د افغانستان پر تاوان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x