شعـــــرونه

غزل: هلال مهاجر

هلال مهاجر- خوست

څه له کاڼي سمه وې زماپه قبر
اوس ګلان څله شندې زماپه قبر

چې په ژوند دې سترګې وې لیدم دی نه پرې
نو بیا څه له اوس راځې زما په قبر

نه فایده کړي نه په درد خوري دغه اوښکې
چې په زور یې تویوې زماپه قبر

چې له ژونده مې په مرګ باندې خو شحال وې
نومې څه له لګوې لوحې په قبر

له دنیا دې چې په ډك زړګي رخصت کړم
بیابه نه کوې نعرې زما په قبر

زما هلال ارمان به هله زړه ته درشي
چې رپاند شي څو جنډې زماپه قبر
ــــــــــــــــــــــ
۱۳۴۷.۱۱،۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x