شعـــــرونه

غزل: عبدالله ريحان

عبدالله ريحان

د ارمان له  ړنګه ښاره د رته راغلم
ژړیدم په ټوله لاره درته راغلم

لږ مې ورک کړه په خپل ځان کې چې پردی شم
لږ راوګوره خماره درته راغلام

اوس خو کلکه غاړه راکه راپه خلا شه
دمرګي په ترخه لاره درته راغلام

هسې نه چې رقیبان راباندې پوه شي
اوښکې پاکې کړه نور یاره درته راغلام

ستا ترڅنګ مې دخخ شوي ارمانونه
بیا د بر ګودر چیناره درته راغلام

خاموشي ته مې لږ شورد مینې ورکړه
د ریحان د زړه قراره درته راغلام

عبدالله ریحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x