شعـــــرونه

غزل/ ابراهيم صياد

ابراهیم صياد

په زړه دې څه تیریږي وایه مهاجره یاره
خدای دې په لوري شه له ژونده مروره یاره

وطن کې اور ده لا جونګړه دې ودانه نده
د غم فکرو یې شبګير کړی تر سهره یاره

ته غیرتي وې تا په دین باندی غیرت کړی دی
پروا یې مه کوه بې غمه بې خطره یاره

زما ګیله د تور پنجاب له بې ننګانو نشته
خپلو بچیوو رانه خرڅ کړلې خیبره یاره

د پښتون خوا ناوې شهیده سوه ارمانه سره
خښ په سینه یې ده ډیرون لکه خنجره یاره

ته به د هجر او فراق له درده هله ورشې
چې کابلیان درنه روان شي پیښوره یاره

صیاد په خټو او بټیوو کې روزي وګټې
که به کرا کړې برابره تر لوګره یاره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x