لنډه کیسه: ته اول ولي نه مړ كېدې- ژباړه :: محيب رحمتي

afghan_boy_cryingپه ژړه غوني غږ يې پلار ته و ويل :

– زه دا وچه ډودۍ نه سم خوړلاى .

ډوډۍ يې يوې خواته پوري وهله، پلار په سختي سره ورته و ويل :

– ډوډۍ چي هر ډول ده وې خوره، ته شكر نه كوې، وچه كلكه دي وي، سته خو .

غاب يې د ځان خوا ته ور كش كړ، خو ډوډۍ ته يې وه هم نه كتل . پلار يې په زوره ور ته و ويل :

– ډوډۍ ولي نه خورې؟ زه اوس تاته پراټې له كومه راوړم، زه هم همدا ډوډۍ خورم، چي په ما هيڅ نه كيږي تا بيا ولي له ځانه د خان زوى جوړ كړى دى .

په مشكل سره يې له ډوډۍ يوه ګوله ورماته كړه په اوبو يې پورې كړه وې خوړه، له سترګو يې اوښكي توى سوې، په مخ يې وبهېدې .

– دونه هم له ځانه نازولى مه جوړوه،زموږ غريبانو په قسمت كي هم همدا وچه كلكه ډوډۍ ليكلې ده، ټول عمر به همدا خورو، زموږ غريبانو قسمت دومره نه دى ښه ، چي ښه – ښه خوراكونه وخورو، وايه چي د ټولي اونۍ د ډوډۍ مصرف په يوه وار خوړو ولګوو؟ بيا به ټوله اونۍ په لوږه تېروو .

زړه يې غوښتل چي هو ووايي، خو بيا يې د ټولي اونۍ د لوږي خيال سو، په زور يې ژبه له غاښو او تالو سره ولګوله :

-كتغ ډوډۍ، ډوډۍ كتغ، يوازي يوه ورځ .

دې خبرو يې په غوږ كي انګازې كولې، بيا يې په غوږ كي انګازه سوه :

– لوږه، ټوله اونۍ لوږه .

دې خبرو سره ګډ وډ كړ، په چټكۍ سره يې وچه ډوډۍ په اوبو پوري كړه په خوړولو يې پيل وكړ، داسي نه چي پلار يې په دې خاطر چي دى ډوډۍ نه خوري ډوډۍ  يو نه سي، چي وږى پاته نه سي، ډوډۍ يې وخوړه، اوبه يې وڅښلې، د كټوري له كېښودو سره يې پلار ته وكتل، چي نه و او تللى و، شايد د مزدوري په لټه كي د باندى تللى و،

سهار وخته يې پلار كېناو، مخ و لاس يې پرېمنځى، خوني ته له راتلو سره سم يې په چارپائي باندي ماښامنۍ پاته وچه كلكه ډوډۍ وليده، چي لږ مستې په پرتې وې، يوه ګوله يې ترې وكړه، خو د ډېر وچوالي له امله يې ونه سو كړاى چي وې زويي، نو يې يوې خوا ته تو كړه، د كتابو بكس يې واخيست د باندي ووت، په بدن يې  اور بلېدى، په ژړا- ژړا كي يې په خپلي غريبي باندي ډېره غصه راتله :

– آيا سهار، غرمه، ماښام، همدا يوه وچه ډوډۍ زما په نصيب ده؟ آيا ټول عمر به همدا ډوډۍ وي؟ آيا زه كله هم ښه ډوډۍ نه سم خوړاى؟ آيا د ښې ډوډۍ خوړلو لپاره به ټوله اونۍ په لوږه تېروو؟child-bread

له سترګو يې اوښكي وبهېدې، له زړه او ذهن څخه د خواشيني ايستلو همدا ښه لاره وه، له كوڅې څخه په وتو يو لوى سړى ته ووت .

يو ځاى درې څلور سپيان د هډوكي په يوه ټوټه سره جنګېدل، سپو ته په كتو سره يې په ذهن كي څه ور وګرځېدل، راوګرځېدى په منډه كور ته ورسېد، پاته ډوډۍ يې په بكس كي واچوله، كله، چي سړك ته ورسېد د سپو لا يو بل ته غرارى و،  يوې بلي خوا ته يې وكتل، له بكسه يې ډوډۍ را وښكه د سپو مخ ته يې واچوله،  سپو هډوكى پرېښود، د ډوډۍ خوا ته يې منډه كړه، څه مهال يې سپو ته كتل بيا په منډه د ښونځي خوا ته لاړ .

د تفريخ په وخت كي يو ګوښه ځاى په ډېر غمګين حالت كي ناست و، هلكانو د سات تېرولو ورته و ويل، خو ده ناروغۍ بهانه كړه، د ده په ذهن اوس د غربت ماسېوا د سهار پاته ډوډۍ مسلطه وه، فكر يې كاو چي :

– سهار يې ولي هغه وچه ډوډۍ و نه خوړه؟  هغه يې سپو ته ولي ور واچوله؟ كه دي نه خوړلاى پرته دي واى، اوس به دي په تفريح كي خوړلاى واى، يا به دي وروسته خوړلې واى؟ تر ماښامه خو به وږى نه واى؟

تفريح خلاصه سوه بيا رخصتي سوه، كور ته لاړ، خو ټوله ورځ يې خپل ځان په دې ګرماو چي تا ولي پاته ډوډۍ سپو ته ور واچوله .

ماسپښين چي كله ډېر وږى سو نو يې په ژړا پيل وكړ، كله چي زړا كار و نه كړ، نو يې اوښكي پاكي كړې، دروازه يې خلاصه كړه د باندي ووت، د بازار په لور روان و، يوې بلي  خوا ته يې دوكانو ته كتل سوكه – سوكه روان و، لكه يو دوكاندار چي به ورته غږ كړي او ډوډۍ به يې مخي ته كېږدي، د څو دوكانو څنګ ته تېر سو، خو ټول دوكانداران په خپلو كارونو لګيا و، د ده خواته چا پام هم  و نه كړ .

په تلو- تلو كي يو هوټل ته ورسېد، په تناره باندي ډوډۍ پخېدې، په هوټل كي خلك ناست و ډوډۍ يې خوړه، په سترګو كي يې لږ هيله پيدا سوه، د هوټل خواته ور روان سو،  تناره ته نژدې ودرېد، د ډوډۍ بوى يې لوږه لا ډېره كړه، په څه مشكل يې ځان قابو كړ، د ډوډۍ كښته پورته كېدو ته يې كتل، څه مهال لا نه و تېر سوى ، چي نور هم تناره ته ورنژدې سو، اوس يې نو لوږه نور هم پسي زياته سوه .

ډوډۍ د ده تر مخ تنور ته وهل كېدې، بيا به راوختې هوټل ته به ولاړې، څه مهال لا ورته ودرېد، نور يې په لينګو كي د درېدو توان نه و پاته، فكر يې وكړ، چي ولي د درېدو په ځاى يوه ډوډۍ ځني و نه غواړم؟  خوله يې خلاصه كړه، خو خبره يې په حلق كي ودرېده، څو واره يې هڅه وكړه چي ورته ووايي، خو وې نه سو كړاى، په مجبوري سره له خپلي ارادې تېر سو، بيا يې فكر وكړ، بله ډوډۍ چي د باندي راوباسي و به يې تښتوم، تناره والا خو به نو په يوې ډوډۍ پسي په ماپسي منډي نه وهي؟  كورته چي ورسېږم په ارامه به يې وخورم .kabul_nanwayee

د ډوډۍ راختو په انتظار و، كله چي يې ډوډۍ د باندي را وايسته غوښتل يې چي لاس ور اوږد كړي، داسي يې حس كړه لكه لاس چي يې له بدنه پرې سوى وي، او د ډوډۍ له اخيستو څخه عاجزه وي، ووېرېد، لاس يې وښواراو چي سته، څو واره يې وغوښتل چي لاس ور اوږد كړي خو وې نه سو كړاى، له څو ځله كوښښ كولو وروسته، چي يې هيڅ ونه سو كړاى، له خپلي ارادې تېر سو،

په مايوسۍ به يې كله د ډوډۍ پخونكي ته او كله به يې په هوټل كي ناستو خلكو ته چي ډوډۍ يې خوړه وكتل، دوى ته په كتو سره يې له سترګو اوښكي راوبهېدې، خو خپلي اوښكي يې تم نه سواى كړاى،

مخكي له دې چي په زوره زوره وژاړې، تناره والا يوه سوځلې ډوډۍ ور غورځاره كړه، يواري يې تناره والا بيا سوې ډوډۍ ته وكتل، چي تور دودونه ترې پورته كېدل، تناره والا بيا ډوډۍ ته و هم نه كتل، ډوډۍ يې تر قميص لاندي ونيوه، په منډه د كور خوا ته لاړ، په كوڅه چي ننوت لږ سوكه سو، كور ته ننوت، له قميصه يې سوې ډوډۍ راوښكه، كله چي يې له ډوډۍ څخه يوه ګوله وكړه، داسي ورته ښكاره سوه لكه خوله، چي يې له سكرو ډكه سوه ، ډوډۍ يې تو كړه، څو واره يې په خوله اوبه ورغړولې،  خوله يې پاكه كړه، په چارپائي پرېوت د پلار انتظار يې كاوو. دى پوهېدى چي هغه راځي نو له ځان سره به ډوډۍ هم راوړي، چي په هغه ډوډۍ به ځان موړ كړي .

لمر ولوېد، د ماښام سيورى خور سو بيا ماخستن سو، څلور خواوو ته تياره خپره سوه .

له تيارې څخه يې وېره او كركه وسوه، خو  د تياري له وام څخه د ډوډۍ په فكر كي و، كله چي به په كوڅه كي سپو غپل، يا به له دروازې نه نژدې د كټ  – كټ اواز راتلى،  د ده مايوسي به په امېد او امېد به يې په يقين بدل سو، ډېر ناوخته سو، همدا يقين په نا امېدۍ او نا امېدۍ په مايوسۍ باندي بدله سوه، له لوږي نه خوب هم سم نه ورتلى، تږى سو اوبه يې وڅښلې خو بيرته يې قى وواهو، بيا بې هوښه په چارپائي باندي غورځار سو.

شپه سوكه – سوكه تېرېده، داسي برېښېده لكه چي دا شپه په سلګونو شپو ودرېده، شپه تېرېده، په اسمان كي ستوري هم سوكه – سوكه وركېدو، په كوڅه كي د سپو غپا هم بنده سوه، خو د ده پلار نه راغى، نس يې سره ونښت، داسي برېښېده كه ژر د خوړو لپاره څه پيدا نه سي مړ به سي، په خپلو سوچونو كي ورك و، چي دواروزه وټكېده،  يو وار………. دوه واره …………. درې واره ، خو په ده كي دومره طاقت نه و چي ورسي  او ځواب وركړي،  يو سړي له دروازې څخه ورته وكتل چي دى يې په چارپاي پروت وليد دننه راغى، يو ، دوه واره يې غږ پر وكړ، خو د ده له خوا يې  څه وا  نه ورېدل، د هلك نبض يې وكوت، چي ښوري، يو چاته يې ور غږ كړ، شپاږ،  اوه كسه د ننه راغلل، خو ده دا و نه ليد، چي دوى څوك دننه راووړ، دى په هوښ كي نه و .

يو سړي تودې پۍ وركړې،  سترګي يې خلاصي كړې، په وار خطايي يې يوې بلي خوا ته و كتل، پوه نه سو چي چېرته دى ، يوه ښځه يې تر څنګ ولاړه وه، پر سر يې لاس وركېښود، په مينه يې ورته و ويل :

– زويه! ته اوس زما په كور كي يې، سهار وختي زما خاوند ستا كور ته درغلى و، ته بې هوښه پروت وې، داسي ښكارېدو لكه تا چي له څو ورځو راهيسي څه نه وي خوړلې، شايد تا د خپل پلار انتظار كاوو، خو زويه! ……………….. شايد د خداى همداسي خوښه وه .

– هو ………… ما له دوو ورځو راهيسي څه نه دي خوړلي ، چي پلار مي ډوډۍ راوړې واى، نو به مي خوړلې واى، خو معلومه نه ده چي هغه چېرته تللى دى، تر اوسه نه دى راغلى .

– زويه ! پرون ستا پلار تر موټر لاندي سوى و، هغه اوس په دې دنيا كي نسته، د الله تعالى په كار سو .

د پلار د مرګ په اورېدو سره يې بې اختياره وژړل، څه مهال وروسته ښځي توده ډوډۍ ورته راوړه، ډوډۍ ته چي يې وكتل خپله ډوډۍ ور په زړه سوه، دا هم ور په زړه سول چي له تناره سره په ده څه تېر سول، دا هم ور په زړه سول چي پلار يې د كتغ او ډوډۍ په خوړلو سره دى وېرولى و، چي د ېوې اونۍ په لوږه يې وېرولى و، ډوډۍ ته په كتلو سره يې لوږه زياته سوه، د پلار مرګ يې هېر سو .

– زويه! ته به اوس زموږ سره اوسې .

د ښځي د خبري په اورېدو سره يې سر راپورته كړ، څېره يې وغوړېده، خپلي اوښكي يې پاكي كړې، ښځي ته يې وكتل بيرته يې په ډوډۍ خوړلو پيل وكړ، وروسته يې له وريځو څخه يوه ګوله وكړه،  وې ويل :

– ابا! …………… ته اول ولي نه مړ كېدې …….!

ژباړه :: محيب رحمتي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.