د کرزي غوري او د امریکایی څرخکو غومبري

افغانستان دا دولس کاله په اور او وینو کې لوبيږي خو غلیمان بیا هم بسنه نه کوي کله ورته دشربتو په جام کې زهر ورکوي،کله د وریښمو په پوښ کې اغزي ورته راستوي دا لا څه چي د آزادی، آبادي او آرامي ترشعارلاندي بربادي او نا آرامي ورعطا کوي. ښايي دا به ددي مهذبي دنیا رواج وي او یا به د تعریفونو توپیر وي کومه اصطلاح چي د آزادي لپاره کاروي هغه به د اشغال په معني وي

او کومه اصطلاح چي دوي د خپلواکي لپاره استعمالوي هغه به د بي واکه کولو لپاره یو شفر وي. ځکه خو هم امریکا ۷ اکتبر ۲۰۰۱ پر افغانستان د برید لپاره د (enduring freedom پاییداره آزادی) اصطلاح وکاروله خو په عمل کې يي هغه آزادي او خپلواکی افغانستان ته ورکړه چي نن هم کرزي ورڅخه سرټکوي چي دا لس کاله زمونږ پرکورونو تجاوز وشو،زمونږ ماشومان ترخاورو لاندي شول او زمونږ ښځي بي عزته شوي خو نوموړي پدي اعتراف کوي چی زه یی د مخنیوي څخه عاجزه وم. ښایی د وران حالت څخه دخلاصون لپاره به کرزي د امریکا سره دی نوي معاملی ته خوشبین وي چي هغه ستراتیژیک تړون دي ښایی کرزي به پدي باور وي چي د کاغذونو په امضاء کولو سره به داي امریکا د هغه کار څخه لاس په سر کړي په کوم سره چي دا لس کاله دوي ونه توانیدل .د ستراتیژیک تړون له موافقی وروسته دا لس میاشتی د امنیتي تړون ناندری روانی وي چي په نزدی وروستیو کښی تیره ورځ پدي باب دکرزي او کیري اوږد بحث وشو چي په پای کې یي خبري ناستي ته دواړو ددي موضوع په اړه خپل موافق او مخالف نظریات څرګندکړل کیري چون دا په ډیر جرات او وضاحت سره وويل چي زمونږ عسکر به په افغانستان کې له بشپړ قانوني مصؤنیت څخه برخمن وي. (لکه اوس چي دي) صرف د امریکا قانون ته به جوابده وي مونږ په ټوله نړي کې دخپلو عسکرو په اړه همدغه تعامل لرو چي صرف د افغانستان لپاره یی نشو بدلولاي. نو تاسي هم هغه غلامي چي مخکښی مو کوله اوس هم ادامه ورکړي. خو کرزي بیا هم پوي نشو او خپلو غورو ته یی کش ورکړ چي داسي به کوي او هغسي به کوي مونږ اوس هغه پخواني خلک نه یو مونږ اوس بدل شوي یو تاسي پدي ځان پوي کړي خو د ارګ په فضا کې امریکایی څرخکو دا ونه شواي زغملاي او په غوريدا شوي حتي د کرزي په غورو یی غومبر حاوي شو ښایی دا به یی جواب مطلب ؤو چي زمونږ غوندي کم فهمه خلکو هم تري فهم واخست.

دکرزي هغه غوري چي امریکايي غومبرو یی ځواب ورکړ او ورسره څو نورو ټکو ته ستاسي پام را ګرزوم . ( نه دیروز و امروز بلکه از آغاز مذاکرات ستراتیجیک با امریکا در مورد پیمان ستراتیجیک و پیش از او و بعد از امضاي ستراتیجیک در مورد مذاکرات قرارداد امنیتي تا امروز بحث اول مزاکره مابوده! حاکمیت ملي افغانستان، امنیت مردم افغانستان، مصؤنیت خانه هاي مردم افغانستان، احترام به فرهنګ مردم افغانستان ،تعریف تجاوز. اینها مسايل بوده که ما خصوصاً در دو روز ګزشته با وزیرخارجه امریکا بحث طویل وعمیق داشتیم و خوشحال استم که خوشبختانه در این موارد ما سند هاي ره ګرفتیم که درج سند کردیم وخصوصاً درمورد تجاوز تعریف ره حاصل کردیم که مورد قناعت ماست . درمورد که این ضمانتها در عمل پیاده میشه یا ني طبعي است که دولت افغانستان بیسیار محتاط و به محکم کاري پیش میره چنانچه ما ګزشته داریم و ما پن ګرفتیم از ګزشته وهیچ پناګاه به تخلف نه خواهد بود به هیچ قوت بشمول امریکا.)

ددي څرګندونو څخه دا لاندي ټکي اخذ کیدلای شي:

۱: پر افغانستان دامریکا لخوا تجاوز شوي خو دغه تجاوز د امریکا په نزد بیل تعریف لري او د افغانانو په نزد بل ځکه خو هم نن کرزي د بل په اړه د تجاوز هغه تعریف له امریکا غواړي کوم چي دای خپله د امریکا په حق کې نشي استعمالولاي.

۲: کرزي پدي اعتراف کوي چي تراوسه د افغانستان حاکمیت ملي تر پښو لاندي ؤو، د افغانانو سر او مال مصؤن نه وو،عزت او فرهنګ ته یی سپک کتل کیدل خو آینده لپاره مونږ ددي امورو مصؤنیت غواړو.

۳: امنیتي تړون او په مجموع کې ستراتیژک تړون د امریکا لپاره د هغه ټولو کړنو ادامه او جواز ورکوي کوم چي دوي تراوسه کول خو په بل نوم او بدل تعریف ځکه خو دوي د آینده لپاره عسکرو بشپړ مصؤنیت غواړي. خو دکرزي دغه هڅه ماته دهغو ښځو قصه راپه یاده وي چي دخپلو میړونو دتجاوز او زیاتي څخه دخلاصون لپاره یی (د زرغوني Rainbow )څخه د اوړیدلو فیصله پدي امید کړي وه چي ددوي څخه به نارینه جوړ شي او پدي سره به دوي له میړنو څخه خلاصي شي خو بلي تجربه داری ښځي ورته وویل ګوري اوس دغه میړونه پر تاسي عادت شوي که پدی کار سره ستاسي جنس هم بدل شي ددي میړو څخه والله که خلاصی شي. نو دکرزي اداره هم اوس دامنیتي تړون څخه په تیرویدو سره غواړي ځان نه سړي جوړکړي خو دا مریکایان اوس په تجاوز، تخلف او تیري اموخته شوي چي پدی کار سره به هم ددوي ددغه عادت مخه ونه نیول شي.

لیکوال:ابوحدیر

کالم :توره لیکل کوي

ایمیل: abuhudair2@gmail.com