نړۍ

نن کعبې شریفې ته نوی پوښ وراغوستل کیږي

نن د دوشنبې په ورځ د مسجد الحرام په انګړ کې د کعبې شریفې د پوښ بدلولو مراسم ترسره کیږي.

د پوښ بدلولو دغه مراسم نن د سهار لمانځه پسې متصل پیل شوي او ټاکل شوې چې تر مازدیګر پورې به یې د بدلولو چارې بشپړې شي.

د کعبې شریفې د پوښ په اوبدلو او جوړولو هر کال ۲۲ میلونه ریاله لګښت راځي چې له نږدې ۶ میلونه امریکايي ډالرو سره برابریږي.

د کعبې شریفې د پوښ په اوبدلو کې تقریبا ۷۰۰ کیلوګرامه وریښم استعمالیږي، چې بیا وروسته په فابریکه کې تور رنګ ورکول کیږي.

دغه راز د ګنډلو، تزییني کرښو او نقوشو لپاره په کې د ۱۲۰ کیلوګرامو په اندازه د سروزرو او سپینو زرو تار کارول کیږي. او له داخل څخه د پنډ پنبه يي ټوکر استر ورکول کیږي.

د کعبې شریفې پوښ هر کال د عرفې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې بدلیږي.

ویل کیږي چې د پوښ بدلولو چارې به د ۸۶ تنو کارګرو او مسلکي کسانو په لاس ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x