نظــر

د حکمتيار بچي ولې او د چا په اشاره لاريون وکړ؟

ميرويس افغان

په پېښور او د پښتونخوا نورو شاوخوا سيمو کې د شته افغان مهاجرينو ژوند ورځ تر بلې په تريخېدو دی. د پوليسو له لورې بې عزتي او سپکاوی تر زغمه وتلی. تر دې عجيبه خو لا دا ده چې ځينو ځايونو کې آن عام خلک د پخوا په څېر نه دي پاتې. لنډه دا چې افغانان په يوه دردوونکي او ناهيلۍ په يوه قهقرايي حالت کې پراته دي.

په دغسې وخت کې چې د پختونخوا حکومتي ادارې او پوليس د افغان مهاجرينو قانوني کارتونو او پاسپورتونو ته هم درنښت نه لري، له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو او د ستونزې د حل اړتيا ليدل کېږي. که څوک د لاريون تابيا کوي خو لا ښه ده، تر څو د پاکستان مرکزي حکومت او نړيوال له خپل حالت څخه خبر کړي.

په دغه ډول حالت کې د حکمتيار کشر زوی تېرو څو ورځو کې د پېښور رسنیز دفتر کې د لاريون تابيا وکړه او له مختلفو ځايونو څخه يې افغان مهاجرين ورته وبلل. افغان مهاجرين چې له ستونزو او کړاوونو سره مخ وو، دغه لاريون ته په خوشالۍ لاړل او په کې يې برخه واخيسته، خو دا لاریون هغسې نه و چې تمه يې کېده. د حکمتيار بچي له پاکستاني چارواکو دنده اخيستې وه، چې دغسې حالت کې د افغانستان د حکومت پر کړنو نيوکه وکړي او هغوی د ستونزو لاملين ښکاره کړي.

د حکمتيار بچي د دې پر ځای چې په پېښور کې له بې عزتۍ سره د مخ افغانانو د عزت د خوندي کولو غږ پورته کړي، او د شرف او عزت د ترلاسه کولو له پاره هڅې وکړي، بلکې هغه د پېښور د پوليسو ستونزې او ناوړه چلند ته اصلا اشاره ونه کړه، لکه هر څه چې سم سوتره وي. بلکې د څلور سوو ډالرو پر کمي يې پافشاري کوله او په کابل کې شته ستونزو له کبله يې نارې وهلې.

په کابل کې ستونزې کمې نه دي او نه اوسنی يا تېر حکومت ښه حکومته دي. بلکې له ستونزو او فسادونو ډک دي، خو په دغه ډول حالت کې چې د ستونزو د جاذبې نقطه په پېښور کې ده او د هغه ځای چارواکو ته بايد د پوليسو او د قانون پلي کولو له نورو ادارو شکايت وشي، هغه خپلې سياسي ببولالې او ګيلې وړاندې کړې.

اصلي خبره دا ده چې د حکمتيار بچي په خپله خوښه يا خپل ابتکار لاريون نه و کړی، بلکې هغه ته پلان ورکړل شوی و تر څو په دغه حساسه شېبه کې ترې ګټه پورته کړای شي. حکمتيار په تېرو يوه لسيزه کې خپل کوربه هېواد ته کومه ځانګړې ګټه ونه شوای رسولای، ځکه چې په سياست کې زياتي د هغه پاڼه وچه ښکاري او بلې خوا په جګړه کې پنځه کسه نه لري چې ځان تثبيت کړي. په دې وروستيو کې د کشميرخان مړينه خو بيخي د حزب د وروستۍ مرمۍ خنثا کېدل وو.

نو د حکمتيار کوربه هېواد ترې وغوښتل چې لږ تر لږه يو څه ګټه خو بايد ور ورسوي. له همدې کبله د هغه بچي ته د لاريون برنامه ورکړل شوه او هغه په خپله کنډي باغۍ لهجه د پېښور رسنيز دفتر مخې ته نارې سورې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه مسعود

زه د حکمتیار زوی نه پيژنم حتی لیدلی می هم نه دی او هم د حکمتیار له څو مخیزو کړنو او بی ثباته درڅخه کرکه لرم ، به عقلی او نقلی دلایلو می غندلی او غندم یی . مګر دا چه تاسی یی د زوی په اړه لیکلی د حکمتیار بچی داسی او هغسی وکړل د اسلامی حکمت او اسلامی اخلاقو له مخی درسره نه شم منلی او بیا د هغه د لاریون راویستلو د پاره بیلابیلی حیلی یادول هم د عقلی او نقلی استدلال له مخی نه دی ، کشکی داسی دی ویلی وی چه حکمتیار خپله د کابل… نور لوستل »

غوربندي

له بده مرغه له مزدور دولت سره د حزب نوین د تسلیمی د مذاکراتو ناکامي په داسې مهال مخې ته راغله چې اوس به د راشړلو مهاجرینو په دود کابل ته راځي، ځکه خو اوس د لاریون له لارې هڅه کوي یو څه ځانونه درانه پرې وتلي.

نجیب

له هر ځه به مخکی راشو د بچی کلیمی ته که چا که لژ ادب هم وی انسان ته دبچی کلمیه نه استعمالوی ولی چی انسان ته د زوی کلمه پشتو ادب غوره کری او بچی د حیواناتو صفت دی نو دا کوم بچی چی لیکنه کری ټوله له غرض او مرض نه ډکه ده ځه ځپله هغه لار یون او غونده کی نه وم خو ویدیو می ورته ولیده د حکمتیار زوی په کی یوازی نه وه هلته قاری محمود شاه هم وه خو مرضی خلک هر ځای د خپل مرض خبری کوی د حکمتیار زوی هلته د حزب… نور لوستل »

غوربندی

نجيب صاحب ستاسو له انتقاد سره زه موافق يم البته د هغو خبرو سره نه جي د بن حكمتيار أو طالب باره كي مو ليكلي دي. زما له نظره بورته ليكنه به مجموع كي د هغه بلان سره همغزي لري جي اشغالكرانو د خپلو باكستاني أو أفغاني مزدورانو به ملتيا أو مشوري سره د مظلومو افغان مهاجرينو د جبري اخراج او مزيد اذيت بخاطر به كار اجولي او هرارخيز تبليغات أو د طورخم د برخورد به شان يي مقدمات جوروي. زما له نظره طالب او ابن حكمتيار د دي دسيسي تر تولو لومرني اهدف او قربانيان دي او د همدي… نور لوستل »

احمدشاه مسعود

غوربندی صاحب سلامونه ! زه ستاسی نظر هم تاییدوم ، نړیوال دجالی استعمار حالات کله کله داسی جوړوی چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ، حزب له اوله د امریکایانو سره په ډشمنی کی نه وو بلکه د هغوی په قومانده د مقاومت د ځپلو د پاره لکه داعشیان جوړ شوی وو ، کله چه یی مجاهدینو ته پته لګیږی د مقاومت سره ملګری او یا له حزب څخه فاصله نیسی ، غلامان او بادارانو ورته اربکی ملیشی په واک کی ورکړی ، مګر دا چه د هغوی د وسلو او معاشو یی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x