نړۍ

د فرانسې په لويديځ کې د اورلګېدو په پېښه کې ديارلس تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د فرانسې په لويديځ رويين ښار کې د کليزې نمانځلو پر مهال په يو سالون کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ديارلس تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د فرانسې کورنيو چارو وزير د يادې پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې تېره شپه د رويين ښار د کيوبا لبري نومي سالون په لانديني پوړ کې اورلګېدلی او تر اوسه په کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په وينا د اور مړه کولو لپاره له پنځوسو زيات کسان په وسايلو سمبال راغلي او هڅه کوي، چې اور مړ کړي.

د کورنيو چارو وزير برنارد کيزينيو وايي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

فرانسوي رسنيو د پېښې د عيني شاهدانو له قوله ليکلي، چې کېدای شي اور پر کېک د کېښودل شوو شمعو له امله رامنځته شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x