افغانستان

د پاکستانۍ چورلکې د عملې د ژغورنې لپاره د عملیاتو امر شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د ملي دفاع وزارت امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د پاکستاني چورلکې چې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې غورځېدلې وه، د عملې د ژغورنې لپاره عملیات وکړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي چې حکومت د چورلکې د غورځېدو په اړه څېړنې پیل کړي او امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې په سیمه کې د ژغورنې عملیات وکړي.

هغه ومنله چې پاکستانۍ چورلکه د لاهور څخه د ازبکستان په لاره روسيې ته روانه وه او د افغانستان بهرنیو چارو او هوانوردۍ وزارتونو ورته اجازه هم ورکړې وه.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډان ورځپاڼې ته ویلي چې اشرف غني د پاکستانۍ چورلکې او عملې د ژغورنې لپاره امنیتي ځواکونو ته د عملیاتو امر کړی دی.

بل لوري ته د پاکستاني طالبانو یوې ډلې ادعا کړې چې د چورلکې عمله د حکیم الله محسود ګروپ په لاس کې ده او د پيلوټ پرته چې د چورلکې له غورځېدو سره ټپي شوی دی، نور د ټولو روغتیايي وضعیت ښه دی.

د قاري سیف الله په نوم یو تن چې ځان د حکیم الله محسود د ګروپ ویاند معرفي کوي، ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د چورلکې عمله د ادم کوچي الیاس بلال په نوم قومندان سره دي او دوی به یې ژر ویډيو هم خپره کړي.

هغه ګواښ کړی چې که افغان یا امریکايي ځواکونو د دغه کسانو د خوشې کولو لپاره په سیمه کې د عملیاتو کوښښ وکړ نو دوی به هغوی و وژني.

قاري سیف ویلي چې ادم کوچي ته يې خبر ورکړی چې نېول شوو کسانو پورې بمونه وتړي او که فرضا امریکايي یا افغان ځواکونو د دوی د ژغورنې لپاره عملیات پیل کړل نو په بمونو دې والوځوي.

افغان طالبانو لا تر دې دمه د چورلکې د عملې د نېولو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x