ټولنیزه برخه

د ژوند خیال څه ډول به حقیقت واړوو؟

ژباړن: محمد اکبر حقمل

خپلې کورنۍ او ننیو اړیکو ته مو ځیر شئ. اوس د پنځو راتلونکو کلونو په فکر کې شئ یا یې په اړه فکر وکړئ!

۱که د کورنۍ ژوند مو په پنځو راتلونکو کلونو کې جوړوئ، نو کومې ځانګړنې به ولري؟

۲څوک درسره دي؟ څوک درسره نشته؟

۳ستاسو د ژوند بڼه به کوم ډول وي؟

۴چېرې او څنګه به ژوند وکړئ؟

۵که د پنځو راتلونکو کلونو په لړ کې هرڅه په خپل ځای شتون ولري، ستاسو اړیکې به ستاسو له ګاونډیانو سره څه ډول وي؟

کله، چې د خیالي ژوند راتلونکې مو تصوور او جوړه کړئ، یواځې دا پوښتنه درته پاتې کېږي، چې څه ډول؟

دا یوه کلیدي پوښتنه ده. له ځان څخه ددې پوښتنې څو ځله پوښتل تاسو هڅوي او پیاوړتیا مو په خوځښت راولي، تر هغې پورې مو یواځې نه پرېږدي ترڅو، چې خپلې موخې ته نه یئ رسېدلي. نابریالي وکړي تل که د یوې ځانګړې موخې پایلې ته ورسېږي او یا که ونه رسېږي شاته کېږي(ژر ماتې مني). بریالي او پیاوړي وګړي یواځې او یواځې له خپل ځانه پوښتي »څه ډول«؟  وروسته بیا په داسې لارو پسې ګرځي ترڅو خپل خوبونه، خیالونه او موخې په حقیقت بدل کړي.

یعنې بریالي کسان، چې هره موخه لري لومړي دا وایي، چې څه ډول دې موخې ته ورسېږو کله، چې رسېدو ته یې لار وپېژني، نو سملاسي پیل پرې کوي او یواځې د خپلې بریا په اړه فکر کوي او په پای کې خپلې بریا ته ځان رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x