نظــر

سكوت ستر ملي خيانت دی؛ الكترونيكي تذكرې كه د افغانانو دين، ملي هويت او تاريخ ته سپكاوى

ليکوال: حقمل

د ډېر تعجب او تأسف ځاى دئ چي غيرتي افغانان څنگه دا سپكاوى مني!!!

د پارلمان د غړو سترگي ړندې دي كه د ډالرو شنې پټۍ پرې لگېدلې؟

خبره يوازي دا نه ده چي په الكترونيكي تذكرې كي د (افغان) يادونه نه ده شوې؛ بلكي تر دې هم ډېره بدغونې او بدرنگه ده، د تذكرې دا طرحه د هغه چا په لاس او هدايت جوړہ شوې چي غوښتلي ئې دي زموږ دين، ملي هويت او تاريخ ته په ډېري بې شرمۍ سره سپكاوى وكړي. دا طرحه په بشپړہ توگه، له سر تر پاى او له هره پلوه له سختي دښمنۍ او كركي راټوكېدلې او له سپكاوي ډكه ده. په پوره يقين سره ويلى شم چي دا طرحه كوم افغان او مسلمان نه بلكي كوم ناافغان او نامسلمان جوړہ كړې، يوازي يو ناافغان او نامسلمان به ئې مني. راشئ دغو برخو ته ئې لږ ځير شئ:

1- د اوښانو كاروان د څه نښه ده؟ ولي په دې سند كي راوړل شوى؟

2- ولي لومړى اوښ سپور نه لري؟

3- ولي پر دوهم اوښ د يوه سړي او يوې سپين كميسي مېرمني داسي انځور كاږل شوى چي ښځه د سړي په غېږ كي ده؛ د ښځي دواړہ پښې د اوښ يوه اړخ كي ځوړندي دي، داسي لكه چي هغه ئې تښتولې او له ځان سره ئې وړي؟!

4- ولي د نيكه له نامه د لومړي اوښ تر شا پوري يوه تته، ټكى ټكى او كږہ وږہ كرښه راكاږل شوې؟

5- ولي دوهمه همداسي كرښه له تاريخ تولد تر (اسلام) پوري غزېدلې ده؟

6- ولي درېيمه كرښه، تر دوو نورو زياته تته او سور رنگه؛ له (نيكه) تر دوهم اوښ پوري غزېدلې؟

7- ولي د دين او اسلام الفاظ په هغه ځاى كي راوړل شوي چي تر شا ئې د اوښانو كاروان دئ؟

د دې پوښتنو ځواب او د دې كرښو او نښو واضح معنى دا ده

1 ـ اې افغانه! ته له تمدن وروسته پاته، د هغه دور كوچى يې چي خلكو په اوښانو سفرونه كول.

2 ـ ستا كاروان ساروان او مشر نه لري.

3 ـ ستا د نيكونو كار د مېرمنو تښتول وو.

4 ـ ستا نيكه معلوم نه دئ.

5 ـ ته په يوه موروثي اسلام باور لرې، دا اسلام تا د تولد له ورځي په ميراث وړى، نه دا چي اسلام دي پېژندلى او له تعقل او تفكر وروسته دي غوره كړى.

6  ـ ته د داسي نيكه او انا اولاد يې چي په جبر او زور زياتى سره يو ځاى شوي.

7  ـ ستا اسلام په داسي تاريخي دوران پوري تړلى دين دئ چي د اوښانو كاروانونه د خلكو د سفرونو وسيله وه.

پر دې سربېره:

  • په تذكرې كي دا نه دي ښودل شوي چي د تذكرې حامل يو افغان دئ، پښتون دئ، تاجك دئ كه بل قوم او ملت ته منسوب!!
  • د نړۍ د ټولو هېوادو د تابعيت اسناد په يوې ملي ژبي ليكل شوي، دا ولي زموږ په تذكره كي هره فقره په دوو ژبو ليكل شوې؟ ضرورت ئې څه او منطق او دليل ئې څه دئ؟ كه دا منل كېږي نو بايد تر هر عنوان لاندي مطلب هم په دوو ژبو وليكل شي؛ داسي چي تر (نوم) لاندي به هم د حامل نوم ليكل كېږي او تر (نام) لاندي هم، د زېږېدو تر نېټې لاندي به هم نېټه ليكل كېږي او تر تاريخ تولد لاندي هم!!!
  • څوك چي په تذكره كي د افغان له يادوني سره مخالفت كوي، هغه په حقيقت كي نه اساسي قانون مني، نه د افغانستان نوم، اساسي قانون وايي: د افغان ولس پر هر فرد د افغان اطلاق كېږي. خو دوى دا نه مني چي د اساسي قانون دا خبره په تذكرې كي راشي.

د تذكرې انځور او شرح ئې داسي ده

دا طرحه د كرزي په وخت كي جوړہ شوه، كه ئې د جوړوونكو په اړہ لږ څېړنه وشي نو باور لرم چي د ايران او ايران پلو ډلو لاس به په كي ومومو.

د افغانستان دښمنان د دې هېواد د شتمنيو غارتولو او له جيوپوليتيك موقعيت ئې د خپلو استعماري موخو لپاره گټي اخيستلو تر څنگ غواړي افغانان له خپلو دوو اساسي ارزښتونو پردي كړي: له اسلام او ملي هويت، د همدې لپاره ئې له دين او ملت وتلې وطن پلوري څېرې او پردي پالي ډلي د اقتدار پر كرسۍ كښېنولي او د دوى په خوله او وسيله هم اسلام ته سپكاوى كوي او هم زموږ د ملي هويت په ضد پراخي هڅي، هغه مزدوري ډلي چي د افغان او افغانستان له نامه سره حساسيت ښيي او په تذكرې كي د افغان د نامه له ذكر سره مخالفت كوي؛ دوى د دښمنانو له لوري استخدام شوي، دښمنانو د خپلو وسلو، پيسو او مزدورو رسنيو د پراخو تبليغاتو په زور پر افغان ولس تحميل كړې.

دښمنان خپلو استعماري موخو ته د رسېدو په لار كي اسلام د اساسي خنډ او مانع په توگه مومي او په دې پوهېږي چي تر څو افغانان د آزادۍ، عزت او سرلوړۍ له دې ستر او اساسي عامل جلا نه كړي نه په خپله او مخامخ پر افغانستان حكومت كولى شي او نه د خپلو مزدورانو له لاري، تر هغه چي د افغانانو د يووالي ديني او ملي ارزښتونه سپك او متنازع فيه نه كړي نه افغانان ايل كولى شي او نه په افغانستان او سيمي كي خپلو استعماري موخو ته رسېدلى شي.

ټول ښه پوهېږي چي له يو شمېر ذليلو او پردي پالو كرغېړنو څېرو پرته د افغان ولس غوڅ اكثريت پر اسلام مين او پر خپل ملي هويت او افغانيت فخر كوي، امريكا د همدغو رټل شوو ناافغانو څېرو په خوله غوغا جوړوله او د مزدورو رسنيو له لاري ئې د هغوى په آدرس خپلو زهرجنو تبليغاتو ته افغاني رنگ وركولو او دې ته ئې لار اواروله چي د تابعيت په تذكرې كي هم د افغانانو ملي هويت تر پښو لاندي او نفي شي او هم ئې دين ته سپكاوى وشي. دا دئ د دوه سره حكومت په لاس ئې دا كار وكړ.

موږ په داسي حال كي چي د دښمنانو او د دوى د عمالو له لوري دا د اهانت او سپكاوي رذيلانه اقدام په كلكه غندو، افغان سرلوړي ولس ته وايو: تر څو چي اقتدار د هغو ډلگيو په واك كي وي چي اشغالگرانو پر افغانستان وتپلې؛ تل به د سپكاوي او تذليل دا لړۍ روانه وي، نه به ستاسو سر، مال او عزت خوندي وي، نه ديني ارزښتونه او نه ملي نواميس.

مړہ دي وي د افغان ولس د ديني او ملي ارزښتونو دښمنان

سرلوړى دي وي افغان مؤمن ملت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

محترم حقمل صاحب ، نوموړی تذکری نه ما لیدلی او نه غواړم چی د نوموړو تذکرو په ‌‌‌‌‌‌ډیزاین څه ووایم .ځکه چی یو چا چی کوم څه حتی لیدلی هم نه نو د هغه په باره کی به څه ووایی . غوښتل می یواځی ستاسی په لیکنه کی د کوچیانو او اوښانو مسلی ته اشاره وکړم. محترم حقمل صاحب زموږ نیکونه کوچیان وو او نن هم موږ ځانونه کوچیان ګڼو او پخپل کوچی توب افتخار هم کوو . زموږ لپاره نه کوچی توب کومه د شرم خبره ده او نه د اوښانو په کاروانونو شرمیږو . بلکی برعکس د اوښانو… نور لوستل »

غوربندي

سادات صاحب ستاسو نیوکه پر ځای ده خو دا چې دا تذکرې د بلواک ، مزدور او مفسد حکومت له خوا طرح او ډیزاین شوې دي د شک په نظر ورته کتل کیژي.

محمد نعیم سادات

غوربندی صاحب ، د تذکرو خبره سمه ده چی باید دقیقه وارزول شی خو د کوچیانو او اوښانو مسله ‌‌‌‌‌‌ډیره مهمه ده چی باید عکس العمل پری وښودل شی . د افغانستان د اکثرو قومونو ریښی کوچیانی دی یعنی زموږ د هیواد د اکثره وګړو اجداد او نیکونه کوچیان وو او دلته پدی لیکنه کی ممکن غیرشعوری د کوچیانی نړی لید په باره کی هغه څه ندی ویل شوی کوم چی باید ویل شوی وای . برعکس کوچیانی نړی لید ته په حقیره کتل ایرانی او صفوی نړی لید دی . ما غوښتل چی یواځی لیکوال ته دا ور په… نور لوستل »

غوربندی

سادات صاحب

زه له تاسو سره يم

خبلواک

غوربندی صاحب او سادات صاحب سلامونه ! لمړی : د کابل غلامه ، فاسده او ناوړه اداره چه د ۴۸ هیوادو د فوځونو ، تانکو او الوتکو سره په سرو ډولیو کی له اروپا او امریکا څخه زمونږ هیواد ته واده شوی ،د یو څو ډالرو او مقاومونو په خاطر یی زمونږ خاوره ، خلک او خپلواکی د یهودو او صلیبیانو سره معامله کړه هغوی ته افغانان او مسلمانان څه که انسانان هم ویویل شی مطلق کفر ، ناروا او ددی مظلوم اولس په حق جقا ده . یعنی دوی افغانی ، اسلامی او حتی انسانی هویت نه لری .… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

خپلواک صاحب ، ددی پورتنی لیکنی سره یوه کیسه را په یاد شوه ویل کیږی چی پخوا زمانو کی کوم مسلمان یو هندو راڅملولی وو چاړه یی پر غاړه ورایښی وه او ورته ویل یی چی زر شه شهادت ووایه او مسلمان شه که نه نو وژنم دی . وایی هندو چی دا حالت ولید چی څه بله چاره نلری نو نوموړی شخص ته وویل چی سمه ده زه غواړم چی مسلمان شم نو ته دا د شهادت کلیمه راته را وښیه چی زه یی هم تکرار کړم نو پدی حالت کی د نوموړی شخص ور فکر شو چی دده… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x