ورزش

شپږیزه لیګ کې ۷ بهرني نړیوال لوبغاړي لوبیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې ویلي چې سږکالې په شپږیزې لیګ کې به ۷ بهرني لوبغاړي هم لوبیږي.

د کرکټ بورډ ادارې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې شپږیزې لیګ کې به ناصر جمشید، کامران اکمل، محمد اصف، محمد سمیع، سلمان بټ، خالد لطیف او سکندر رضا کوم چې د نړیوالو ټیسټ، یوه ورځنی او شل اوریزو سیالیو لوبغاړي دي ولوبیږي.

که څه هم د دغو لوبغاړو زیات شمیر پاکستاني لوبغاړي دي خو بیا هم د بهرنیو نړیوالو لوبغاړو ګډون په شپږیزه لیګ کې د افغانستان کرکټ لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.

شپږیزه لیګ به د اګست په ۹مه پیل او د همدې میاشت په ۱۹مه پای ته ورسیږي. د دغې لیګ ټولې لوبې به د الکوزی – کابل کرکټ نړیوال لوبغالۍ کې ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش په دې اړه وویل:« مونږ په بشپړه توګه تیار یو او د بهرنیو لوبغاړو لپاره ټول ترتیبات نیول شوي. مونږ ځوانو لوبغاړو ته فرصت ورکړ تر څو له نړیوالو تجربه لروونکو لوبغاړو سره ولوبیږي او تجربه ترلاسه کړي.»

نوموړی زیاته کړه:« افغانستان په بریالیتوب سره د هندوستان د معلولینو لوبډلې کوربتوب ترسره کړه، مونږ تکړه او متخصصه ډله لرو کوم چې کولی شي د نړیوالو لوبغاړو کوربتوب وکړي، د نړیوالو لوبغاړو لپاره ټول ترتیبات به په معیار برابر وي.»

نړیوال لوبغاړي به د شپږیزې لیګ شپږو لوبډلو د امو نهنګان، د بست ساتوونکي، د مس عینک اتلان، بند امیر ښارماران، د کابل بازان او د سپین غر زمریان وویشل شي.

د دغو سیالیو پرانست غونډه به د دوشنبې په ورځ د مازدیګر په پنځه بجې د کابل په نړیوال لوبغالۍ کې پیلیږي او خوښوونکي کولی شي په وړیا ډول په کې ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x