افغانستان

د کندوز په عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د کندوز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۶ دنور ټپيان دي.

د پامیر ۲۱ لوا مسوولینو د ادعا له مخې دغه عملیات پرون په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې ترسره شول او ۲۰ ساعته یې دوام وکړ.

دوی زیاته کړې چې په عملیاتو کې یې څو کلي د طالبانو له وجود څخه پاک کړي دي.

بل لوري ته طالبانو ویلي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې يې ۹ پوستې نیولي، ۹ عسکر یې وژلي او د نو اباد په نوم «مهمه او ستراتيژیکه سیمه» یې هم نېولې ده.

طالبانو زیاته کړې چې دوی د امام صاحب ولسوالۍ د ښار دروازې ته رسیدلي او مرکز یې د خپلو بریدونو لاندې نېولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx