نظــر

بالآخره یې کرزی نکاح کړ!!

له دولسو کلونو راهیسي د امریکې ولسمشرانو هر یو بوش او اوباما په خپل نوبت سره له کرزي سره غیر قانوي اړیکې پاللې! د آشنايۍ لومړۍ ناسته په بون کې جوړه شوه، هلته ژمنه وشوه چې بوش  او ملګري به یې له کرزي او ملګرو سره یې ناسته پاسته کوي! خو ددې لپاره چې څوک و نه وايي چې تاسو ولې له کرزي او ملګرو سره یې غیر قانوني اړیکې ساتئ! ځکه خو  باید مخکې له مخکې وویل شي چې امریکایان دلته د دوی په اصطلاح په ترهګرو پسې راغلي دي!

دولس کاله دا لوبه روانه وه، نړۍ او ولس په دې ترڅ کې د ډېرو نادرو شاهد و! دا چې اوس هغه دمینې وخت په تېریدو دی، ددولسو کلونو په ترڅ کې امریکایان او کرزیان یو د بل په خوی او عادت سره پوه شول! یو او بل یې له نېږدې ولیدل! یو له بل سره یې ناستې پاستې وکړې! یو او بل يې خوښ شول! اګر چې کرزیانو وخت پر وخت له امریکایانو ګیله کوله چې ډېری وخت د یارانې نزاکتونه نه مراعاتوي! داسې اکټونه کوي چې د خوږې مینې وږمینه فضا خړه پړه کوي! ځکه خو به یې کله کله امریکایانو ته تندي تریو کړل!

 کرزیانو غوښتل چې یارانه همداسې روانه وي ښه ده، مګر امریکایانو ویل چې داسې نو نشي کېدای! ځکه کله کله تاسو داسې شیان غواړئ چې مونږ ډېر تاواني کوئ! په کم شي ډېر شی غواړئ، ځکه خو ښه دا ده چې خبره سره سپینه کړو! تر څو ستاسو حقوق هم ثابت شي چې بیا به اضافه شی نه  غواړئ! او مونږ به هم پوه شو چې څومره مو ګټه وکړه او څومره مو تاوان په برخه شو!

د بې بندوباره مخلوق ګټه په ګډوډۍ کې وي، ځکه چې له هر چا سره په هر وخت کې د هر څه کولو لاره ورته پرانیستې وي، خو کله چې خبره قانوني چوکاټ ته لويږي هلته بیا د لوبې ټول اړخونه باید قوانین مراعات کړي، کرزی په دې ډېر خوشحاله دی چې خبره قانوني شي، خو غریب له دې یرېږي چې آشنا بې وفا دی! په آشنا باور نشي کېدای!

داسې نه چې په نیمه لار کې یې پرېږدي! او بل دا چې زورور هم دی! د چا زور نه پرې رسېږي! که همدا سبا وغواړي چې طلاق ور کړي! څوک شته چې قانون پر پلی کړي! او یا ورته ووایي چې ظلم مه کوه!

 څو ورځې وړاندې اوباما ددې لپاره چې له کرزي سره آشنايۍ ته قانوني بڼه ور کړي، او نوره خبره له ګنګوسو او بې ځایه یارانې نه بربنډه شي، له خپل لوري یې کیري د ریبار په توګه را ولېږلو! ریبار نېغ په نېغه د کرزي مېنې ته ورغی! دوه شپې او ورځې ور سره اخته وو! کرزی نه رضا کېدو! بالآخره یې رضا کړ! دا چې په څه او څه ډول یې رضا کړ! تر اوسه هېڅوک په حقیقت نه دي خبر! او په دې هم څوک نه دي خبر چې مهر څه شی او څومره و؟!

کرزي چې له عقد وروسته خبریالانو ته خبرې کولې ویې ویل چې یوه خبره مې نه ده ور سره منلې! نور مې کار ور سره خلاص کړ! ورته راضي شوم! یو خو مې دا ورته وویل چې بې ځایه به مې نه وهي! دوهم دا چې کم تر کمه زما حیثیت ته به ګوري داسې نه چې دخلکو په مخ کې منت را باندې وکړي! دریم دا چې که چا وهلم، او یا یې تجاوز را باندې کولو نو چې ننګه خو مې وکړي! ځکه کرزی پوهېږي چې امریکایان ډېره بې غیرته خلک دي، داسې نه چې سبا بل چا دعوه را باندې کړې وي او بیا دوی هېڅ نه ورته وايي! او بل مې دا ټکی پرې ومنلو چې د شپې به ډېر جنجال نه را سره کوئ! خو مهم ټکی مې نه دی ور سره منلی، او هغه دا چې کله مو که په غیر مناسب ځای غرض وکړ بیا څنګه؟ 

دوی وايي چې ته به څه نه وايې؛ ځکه چې ته خو زمونږ شوې، مونږ نفقه در کوو! خرڅ او خوراک در کوو! کور درته جوړو! ته نور څه غواړې! دی وايي چې دا خو سمه ده، دا خو به خامخا کوئ! ځکه دا زما قانوني حقوق دي! دا به په هر صورت را کوئ! خو که مو په غلط ځای کار  ولرلو! بیا به محاکمه کېږئ!

    دا چې په دې نه سره جوړېدل خبره دېته رسېدلې چې دا کیسه به اوس پرېږدو، عقد به وتړو خپل کار به پیل کړو، دا خبره به لويې جرګې ته پرېږدو چې هغوی څه وايي! او په پوره باور سره چې کرزی به په لویه جرګه کې داسې خلک را ټول کړي چې ورته وايي به: سړیه! ته لیونی یې! هر وخت او په هر ځای چې کار لري ور سره ویې منه! ځکه ډوډۍ درکوي! جامې در کوي! کور درته جوړوي! نور نو څه غواړې! که بازار ته وزي او یا چکر وهې هم مخه دې نه نیسي! ستا د خېښۍ له برکته به مونږ ته هم یو څه ګټه راورسېږي! او خېښي خو خلک کوي ددې لپاره چې هم ناوې ته او هم یې خپلو خپلوانو ته یو څه ګټه پکې ور سېږي!

زلمی هېواد وال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x