دا او دې ته ورته نور انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس خپاره شوي او په اړه یې ویل کیږي چې د پاکستانۍ چورلکې دی چې د لوګر له ازارې ولسوالۍ څخه امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو وروسته کابل ته انتقال کړله.

په ازره کې د پاکستانې څرخکې د بیړنۍ ناستې معما

نن ټکی اسيا سرمقاله : د تیرې پنجشنبې په ورځ د لوګر ولایت اړوند د ازرې ولسوالۍ مربوط په اوبختي نومې سيمه کې د پاکستان د پنجاب ایالت اړوند یوې څرخکې بیړنې ناسته وکړه.

د پیښې په اړه د ملي یووالي حکومت د دفاع وزارت ویاند ښاغلي دولت وزیرې لومړی غبرګون دا و چې یاده الوتکه نه د افغانستان په هوايي ځواک او نه هم په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو پوري تړاو لري.

خو تر دې وضاحت څه وروسته ښاغلي وزیرې رسنیو ته د یوې خبر پاڼې په لیږلو سره ومنله چې یاده پاکستانۍ چورلکه له لاهور څخه د ازبکستان په لاره روسيې ته روانه وه او د افغانستان بهرنیو چارو او هوانوردۍ وزارتونو ورته اجازه ورکړې وه.

له دې سره یوځای د پاکستانیو رسنیو د خبر په حواله یاده الوتکه د تخنیکي عوارضو د رفع کولو په غرض اوزبکستان ته په لاره وه چې په افغانستان کې له بیړنۍ ناستې سره مخ شوه.

د یادې څرخکې په اړه په عام ذهنیت کې دوې خبرې ډیرې د پوښتنې وړدي:

لومړی دا چې که واقعا د هغې لپاره د افغانستان له فضايي حریم څخه د تیریدو اجازه اخیستل شوې وای نو ولي ښاغلي وزیري په لومړي غبرګون د هغې په اړه ناخبرې څرګنده کړه؟

ایا ښاغلي وزیري نشوای کولای چې تر خپل لومړني غبرګون وړاندې یې د بهرنیو چارو او هوانوردۍ له وزارت سره تماس نیولی وای او د هغوی تر معلوماتو وروسته يي رسنیو ته د یادې څرخکې د موضوع په اړه پوره معلومات ورکړي وای؟

دوهم دا چې پاکستانی لوری ادعا کوي چې یاده الوتکه د تخنیکي عوارضو د ترمیم په غرض ازبکستان هیواد ته لیږل کیده، که واقعا هم د هغوی ادعا سمه وي نو څرنګه د تخنیکي عوارضو لرونکي الوتکه د دغومره اوږد واټن په طي کولو سره اوزبکستان ته لیږل کیده؟

د تخنیکي عوارضو د ترمیم لپاره خو په کاردا وه چې د څرخکې له اړوندې کمپنۍ سره رابطه شوې وای او د هغې اړوند تخنیکي کسان او لوازم پنجاب ته ورغوښتل شوي وای نه دا چې ازبکستان ته د ترمیم طلبه الوتکې په لیږل سره د هغې د عملې ژوند په خطر کې واچول شي.

د ملي یووالي حکومت چې اوس په خپل هیواد کې د فضايي خوندیتوت او هوايي ترافیک د رهنمايي لپاره د نظارت V.SET پرمختللی سیسټم په واک کې لري نه باید دومره بیغوره وي چې د یوه اجنبي هیواد الوتکه د هیواد د فضايي حریم په دننه کې په لسګونو کیلومیټره رادننه او بیا هلته بیړنۍ ناسته وکړي مګر مسؤل چارواکي له ټول جریان نه ناخبره او د الوتکې د بیړنۍ ناستې خبره د سیمې د کلیوالو لخوا په نا مکمل ډول تر لاسه او هغه بیا له رسنیو سره شریکوي.

په هرصورت د افغانستان د هوايي حریم د اخل ته د پاکستاني څرخکي دننه کیدل ، هلته بیړنۍ ناسته کول او د هغې د عملې د نا معلوم برخلیک په اړه ډیرې پوښتنې شته دي چې عامه ذهنیت یې له تشویش سره مخ کړی.

ځکه عام ذهنیت په ورته مواردو کې له مسؤلو چارواکو څخه د مستدللو او قناعت بښونکو معلوماتو تمه لري.

ښايي د وخت تیریدل به د یادې معما هویت او حقیقت خلګو ته بربنډ کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د