fbpx

امریکايي پلوه ملیشو له داعش څخه د منبج ښار نیولی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د سوريي په شمال کي د ډیموکراټیک فوځ په نوم امریکايي پلوه ملیشو او کردي جنګیالیو له حلب سره نیږدي د منبج ښار له داعش څخه نیولی دی .
د منبع په ښار باندي له تیرو دوو میاشتو راهسي د داعشیانو او د ډيموکراتیک امریکايي پلوه فوځ تر منځ جګړي رواني وي ، تیره ورځ ډیموکراتیک فوځ چي د امریکايي فوځ له لوري يي هم ملاتړ کیده په دي وتوانیده چي منبج ښار له داعش څخه ولکه کړي .
ویل کیږي چي اوس هم د ښار بعضي برخي د داعشي جنګیالیو په لاس کي دي ، ډیموکراتیک فوځ ادعا کوي چي ۹۰ سلنه ښار يي ولکه کړی دی .
منبع له استراتیژک اړخ ډیر مهم ښار بلل کیږی،دا ښار له ترکي سره پراخه پوله لري همدا رنګه دا ښار د شام حلب او رقه ښارونه سره نښلوي ، د منبج په نیول کیدلو سره د داعش د پلازمیني (رقه) ښار هغه لاره هم بنده شوله چي دوی له ترکي څخه خپل اکمالات او ضروري توکي باندي پوره کول .
د یادولو وړ ده چي دا ښار دوه کاله وړاندي داعش د سوريي له حکومت څخه ولکه کړ ، له رقه وروسته منبج ښار داعش ته ډير اهمیت درلود .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د