fbpx
karzai fazal rahman

کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر موخې

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د پاکستان دجمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د تیرې شنبې په ورځ دکرزي په رسمي بلنه کابل ته راغی.

د بهرنیو ځواکونو لخوا د افغانستان تر اشغالولو وروسته دا لومړی ځل دی چې مولانا فضل الرحمن دکابل د چارواکو په رسمي دعوت افغانستان ته راځي .

که څه هم چې کابل ته د مولانا صیب او د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري دسفر زماني واټن یوله بل سره ډیر نیږدي ، خو د هدف له لحاظه بیا دهریو د سفر مو خې له یوبل نه جلا وې.

داچې اوس له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو دپرشاتګ نیټه په را لنډیدو ده ، نو تر بهرنیو جهتونو د افغانستان ګاونډیان په تیره پاکستان دیته ډیر لیواله دی چې د افغانستان په مستقبل کې سر له اوس نه خپل رول مشخص کړي .

د پاکستان د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره دنو موړي هیواد په ټولو دولتي او تنظیمي سیاستمدارانو کې مولانا فضل الرحمن داسې یو شخصیت دی چې ښايي تر بل هرچا زیات د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ ښه مؤثر رول ولو بولای شي .

مولانا فضل الرحمن سره له دې چې په فکري او مذهبي لحاظ په طالبانو اثر لري په سیاسي لحاظ هم دپاکستاني سیاستمدارانو په منځ کې هم هغه شخصیت دی کوم چې دسیاسي شخړو په هوا رولو او په منطقوي سطحه دپاکستاني سیاست په تعمیل کې دخپل هیواد چارواکي ورباندې خاص حساب کوي او همدا لامل دی چې دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف نیت لري چې نوموړي ته د پاکستان د ملی اسمبلۍ دبهرنیو چارو دکمیټي ریاست وسپاري .

مولانا فضل الرحمن هم دخپل رول په اړه په کابل کې دخپلو څرګند ونو په ترڅ کې دا په ډاګه کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ مثبت تفاهم د وخت ترټولو اهم ضرورت او زه به ورکې د یوه مخلص منځګړي په توګه خپلې هیڅ راز هلې ځلې نه سپموم.

 دا به وروسته مالومه شي چې مولانا صیب د دواړو هیوادونو ترمنځ په راتلونکو روابطو کې څه ډول مخلصانه رول او څه ډول وړتیا ښودلی شي ،خو اوس مهال کابل ته د هغه سفر ښایي د پاکستان د منافعو لپاره مثبتې لاسته راوړنې ولري.

اوس چې افغانستان له خورا نازک او مهم پړاو څخه تیریږي د افغانستان ګاونډیان ټول په دې لټه کې دي چې له بهرنیانو خالي افغانستان سره سر له اوس نه په خپلو راتلونکو روابطو کار وکړي .

کابل ته دمولانا وروستی سفر د ګاونډیانو په تیره پاکستان د دغو دیپلوماتیکو هلو ځلو مقدمه بلل کیږي اوښايي د دواړو هیوادنو په مستقبل یې اثر هم مثبت وي ، د مولانا په دغه سفرکې دبریالیتوب نښه داده چې شمالي ټلوالې هم دهغه دسفر په اړه کوم منفي غبرګون نه دی ښودلی .

همدا راز طالبانو هم تر اوسه پوري دنوموړی دسفر په اړه نه منفي او نه هم مثبت غبرګون ښکاره کړی ، حال داچې طالبان هروخت دکرزي له حکومت سره دهرچا په تعامل خپل انتقادي موقف ډیر په عجله اعلانوي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د