د دوبۍ په پانګوالو کې افغانان پر لسم نمبر دي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د هغو بهرنیو هیوادونو په لیست کې چې د روان ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د ځمکو او کورونو په رانیولو کې پانګونه کړې، افغانستان په کې پر ۱۰ نمبر راغلی.

دا لومړی ځل نه دی، د تیرو څو کلونو راهیسي د افغانستان شتمن د ۱۵۰ هیوادونو د پانګوالو په لیست کې په اولو لسو هیوادونو کې شمېرل کیږي چې د دوبۍ د املاکو مارکیټ کې خپلي پانګې بندي کړي دي.

په تیرو شپږو میاشتو کې د عربو او منځني ختیځو هیوادونو نه پرته بهرنیو هیوادونو د دوبۍ په ځمکو او ملکیتونو ۲۸ میلیارده درهمه پانګونه کړې.

افغانستان په دغه لیست کې د امریکا او روسیې وروسته پر لسم نمبر راغلی.

په تیرو شپږو میاشتو کې افغانانو ۴۷۸ سوداوې کړي چې په سوونو ملیونه درهمه یې په کې بند کړي دي.

بل خوا په دغه لیست کې چې د دبۍ د ځمکو او ملکیوتونو د ریاست له خوا نشر شوی ، په کې ویل شوي چې هندوستان اول، برتانیا دوهم او پاکستان دریم نمبر هیواد دی چې وګړو یې زیاته پانګه د دبۍ پر ځمکو او ملکیوتونو بنده کړې ده.

سرچینه وايي چې د ۱۴۹ هیوادونو پانګوالو د دوبۍ په جایدادونو کې پانګونه کړې چې تر ۵۷ میلیارده درهمه پوري نقدي پيسې یې په جایدادونو مصرف کړي دي. دي.

افغانستان یو د هغو هیوادونو څخه دی چې ډيره کمه سلنه سیاستمداران او زورواکان یې په تیرو پنځلسو کلونو کې ملیونران شول او اکثره پانګې یې له هیواده ایستلې او دوبۍ ته انتقال کړي.

دوبۍ د تیرو څو کلونو څخه د افغاني پانګوالو د پانګونې مرکز وو خو سږ کال یې د تیرو کلونو په پرتله پانګه را ټیټه شوې.

د اقتصادي چارو کارپوهانو په وینا د نړۍ فاسد چارواکي، پوځیان، بدمعاشان او په غیر قانوني لاري شتمني تر لاسه کوونکي خپلي تورې پیسې په دوبۍ کې په جایدادونو او تجارتونه بندوي، ځکه چې په دغه هیواد کې د پانګونکو څخه ددې پوښتنه نه کیږي چې دغه پیسې یې د کومې لارې تر لاسه کړي.

په دوبۍ کې له ډیره وخته اوسیدونکي یوه سوداګر نن ټکی اسیا ته وویل چې په دې وروستیو کې دوبۍ ښار ته د افغانانو تګ راتګ او دلته پانګونه ځکه هم کمه شوې چې دلته اوس د افغانانو لپاره ویزې د په خوا په څېر ژر نه اجرا کیږي، بلکې د پاسپورټونو او تذکرو تر تصدیق وروسته افغانانو ته ویزې ورکول کیږي، چې له امله یې په دوبۍ کې د افغانانو پر پانګوني باندې هم منفي تاثیر کړی دی.

دغه افغان د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې ډیری افغان سیاستمداران، د اوسنۍ او پخوانۍ کابینې غړي، والیان، امنیه قومندانان او د پارلمان وکیلان پيژني چې د دوبۍ تر ټولو مهم او قیمته سیمو کې جایدادونه لري او د رخصتیو تیرولو په خاطر د خپلو کورنیو سره دلته ځي راځي.

یوې سرچیني نن ټکي اسیا ته وویل چې دوبۍ وروسته تر هغه د افغانانو پر ویزو باندي سختي پيل کړه، کله چې د افغانستان په پاسپورټونو باندي یو شمېر ایراني وګړي ونیول شول چې د ایران لپاره یې په دغه هیواد کې جاسوسي کوله.

په عین حال کې د کابل پوهنتون استاد ښاغلي فیض محمد ځلاند نن ټکی اسیا ته وویل: دا چې افغانستان په فساد کې د نړۍ په کچه دویم هیواد دی یو دلیل همدا دی چې تورې پیسې یې د دوبي په شان په ازاد بازار کې پانګونه ده ـ د افغان حکومت به سلګونو غلو ـ داړه مارانو او چور واکو پانګونه په اماراتو او خلیج کې کړي ده ـ له دې امله که د ملي وحدت چارواکي د فساد خلاف مبارزه کوي په عربي اماراتو کې دې د افغانیو پانګو حساب کتاب وکړي.dubai investment

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د