نظــر

اختره څنګه دې ولما نځم

دادی بیا اخترپه داسی حال کې راغی چې هیواد لا داشغال په حال کې ده !!

هره ورځ په لسګونو بې ګناه ښځې ، ماشومان اوسپین ږیري خلک ځورول کیږي او وژل کیږي . یولوري ته داخترخوښۍ دي اوبل لوري ته د غم ځپلي اولس ناخوالی او کړاوونه ، نه پریږدي چې سړی خوښي دخوښي په څیر ولمانځي . سهار وخته له خوبه پاڅیدم لمونځ مې وکړله هغه وروسته مې پاکې جامې واغوستی په ډیره خوښۍ له کوره داخترلمانځه د اداکولو لپاره ووتم.

کله چې دمسجد دروازی ته ورسیدم ګورم چې یوه نجلې چې شلیدلی جامې یې په تن دي پیوند، پیوند پړونی یې په سرکړی، زاړه اوبیکاره بوټان یې په پښودي دمسجد د دروازې یوې خواته ناسته ده، په مخکې یې نیمه شلیدلی ژیړ رنګې بوشکه او دبوټانو د رنګولو برسونه ایښي دي. کله چې زه مسجد ته داخلیدم په ژړغونکي آواز یې راپسې غږوکړ چې کاکا بوټان دې نه رنګوې ددغې صحنې په لیدلو اود ژړغونکي اواز په اوریدلو مې داختر خوښي له یاده ووته زړه مې ډیردرد وکړ، دماشومې خواته ورغلم ، خپل بوټان مې ورکړل ترڅو یې راته رنګ کړي هغې ماشومې چې زما بوټان واخستل واپس یې راکړل اوراته یې وویل چې کاکا داخو رنګ دي، زما چې زړه دردیدلی وه ماشومې ته مې وویل چې رنګ یې کړه ځکه ما نه غوښتل چې بغیرله کاره ورته پیسې ورکړم هسې نه خدای مه کړه په سوال عادت شي. دماشومې مخ ته مې چې کتل له ورایه پکې دژړانښې ښکاریدې داسې معلومیده چې دشپې په مهال یې دیو چاپه یاد اوپه خپل بدحالت ډیرې اوښکې تویې کړيدي . او اوس يې همزولي په پاکو او سینګار شویو جامو لوبې او نڅاوې کوي اما دا مظلومه او معصومه یوه ګوله حلاله روزي ګټي هغه هم دبوټانو په رنګولو .

له ماشومې پرښتې مې وپوښتل چې پلار دې شته وروڼه دې څه کارکوې ؟

هغې مظلومې مخکې له دې چې خپله ویرجنه قصه شروع کړي له سترګوڅخه یې غټې، غټې اوښکې وبهیدلې اوراته یې وویل چې:

پلارمې شهید شوې او دوه وروڼه لرم چې هغه له ماکوچني دي دکار نه دي مورمې هم ژوندې ده خو هغه ګوډه ده کارنه شي کولی اوزه هره ورځ بوټونه رنګوم. بیګا موپه کورکې څه نه وه چې وه یې خورو مورمې وروڼه په دې کرارولو چې سباته دلوی اخترورځ ده کیدی شي څوک غوښه راولیږي بیابه یې درته پخه کړم .

له ماشومې ،مې و پوښتل چې پلار دې څه وخت اوچا وواژه ؟

هغې راته وویل چې لږ، لږ مې یادیږي دوه کاله وړاندې مودشپې کورته امریکایان راغلل له خوبه دهغوې په کرغیړنو اوازونو راپورته شولو کله چې له خوبه راپاڅیدلو چې دکوټې په منځ کې امریکایان ولاړدي. زمونږ سترګوته برقونه رڼاکوي اویوڅه راته وایي چې مونږ نه ورباندې پوهیدلو، هغوی مې پلار لومړې وواهه اوبیایې له کوټې څخه بهروویست مورمې په بیړه ورپسې ووتله شیبه وروسته په حویلې کې ډزې شوې مورمې په زوره زوره چغې کړې دمور له چغوسره متصل مې نورې ډزې هم واوریدې اونور کراري شوه مونږپه کوټه کې یوازې پاتې ووشپه ډیره راباندې اوږده شوه په هیڅ هم پوه نه شولودډاراوویرې په حالت کې خوب راباندې راغلې وه سهار وخته په انګړکې دراټول شویوخلکوپه شورماشورله خوبه راپاڅیدم له کوټې رابهرشوم په حویلې کې کلیوال راټول شوي وه اویو کس چې په وینورنګ وه دهغوي په منځ کې پروت وه کله چې ورنیږدې شوم هغه مې پلار وه زه نه پوهیدم چې څه حال ده ورمنډه مې کړه اوپلارمې په مخ ښکل کړیوچاله لاسه ونیوم اوله خپله پلاره یې لری کړم مامې دپلارپه دغه حالت چغې وهلی هغه سړي چې زه یې له پلاره لرې کړې وم راته وویل چې پلار دې شهیدشوی اوموردې زخمې ده هغه موډاکتر ته یوړه دومره چغې اوژړاوې مې وکړلی چې یوالله ته معلومې دي .

له هغه وروسته دهمدغه سړي ښځی زه اوورونه مې دهغوي کورته یوړلوپلارمې خاوروته وسپاره نیږدی یوه میاشت وروسته مې مور چې ماما مې ددرملنې لپاره روغتون ته وړې وه را وسته دمورمې پښه نه وه، قطع شوې وه له هغې ورځې ترنن پورې مو بیا ښه ورځ نه ده لیدلی بیګا موټوله شپه ژړل پلار مورایادیده ما او وروڼومې چې وږي هم وو له بې وسه اومعیوبې مورڅخه داختر جامې اونیکریزي غوښتل هغې زمونږ دغوښتنو ځواب په مړو،مړو اوښکو راکاوه او هیڅ یې هم نه ویل .

سهار وخته مې مور له خوبه راپاڅولم دبوټانو رنګولو سامان یې راکړ اوپه ژړاژړا یې رخصت کړم دمخکې په څیر یې راته وویل چې له چا څخه سوال و نه کړې.

بې وزله ماشومې یوازې زما بوټونه رنګ کړل، بل چا ورته درنګولو لپاره ځکه بوټونه ورنه کړل چې ټول خلک مسجد ته په داسې حال کې راتلل چې پاکې جامې یې په تن وې اوبوټونه یې هم رنګ وه .

کله چې لمونځ وشو له مسجده راووتم خو هغه ماشومه په هغه ځای کې نه وه ښایې دکوم بل مسجد دروازې ته به یې ځان رسولی وي ترڅودنوروخلکوبوټونه رنګ کړي. مور اووروڼو ته دبیګا خواړه تیارکړي . یوخواته که ددغې ماشومې په بې وزلې ځوریدم خوچې دهغې غیرت اوهمت ته به مې وکتل نو په زړه کې به مې ورباندې آفرین ووایه .ډیری خلک په داسې حال کې سوال کوي چې نه معیوب وې ، نه بوډاوي اونه هم کوم بل شرعي عذرلري ترټوله زړه بوګنونکی خبره یې داده چې خپل وړوکي ماشومان ورسره ګرځوي ترڅو ورته خپل کسب وښیې هرڅوک دی ددغی ماشومې په شان غیرت اوهمت پیداکړي .

له مسجده دکور په لوري راروان شوم په لاره کې مې په لسګونه ماشومان ، ښځې اوبوډاګان دسوال کولو په حال کې ولیدل . کورته راغلم اوکرۍ ورځ مې په دې سوچو کې تیره کړه چې زمونږ په هیوادکې به څومره نوری کورنۍ دغم په ټغرناستې وي څومره نورماشومان به دخپل پلار له نعمت څخه محروم او دخپلوکورنیو درانه پيټی ورپه شا وي .

انجنیر محمدآصف مزمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x