ادبي لیکني

مينه او دنده« ادبي ټوټه»

نصيب رحماني

شیبه غلې وم
بیرته مې رادیو چالانه کړه
ګوندي ستا غږ ووارم
غږ مې دي ووارید
خو کوم بل شان
ستا له خولي مې کله داسي الفاظ نه اوریدلي
ته غږیدلي ما د زړه په غوږونو حس کولي
ستا په شونډو مسکا نه وو
ته لکه د ژړ کلاب رژیدلي او سپیره معلومیدي
کوچنی مایک دي مخامخ په توره کورتۍ کې ټومبلی وو
بلی ،بلی اورم
زه اوس د پیښي ځای ته راغلي یم
دلته د وینو رود بهیږي
کومه سپین سارې مور دې پښتله
مورې ! تاسو دلته څه کوي ؟
هغې په مات زړه او نرمه لهجه درته کړه
زویه !
یتیمانو لمسیانو پسې مې راغلې یم
هغوي دلته کاغذان ټولول
هسې نه څه ورباندې شوي وې
کوم بل څوک دي په زخمي حال کې وپوښت
هغه دا خبره کوله
ما وبښه ،
ما وبښه
تیروتنه رانه وشوه
کاش چې ستا خبره مې منلی وایې
خو د ستا پاره ښار ته راغلم
غوښتل مې تا تر لاسه کړم
خو……
اه هغه لکه چې مړ…….
دا تریخ حقیقت مې ستا له خولي
نه شواي زغملای .
چې کله په هوش راغلم روغتون کې وم
سر ته مې یوه سپینه ورقه پرته وو
چې لیکلي وو .
ای لیونۍ !
دا زما دنده وه
او د تل لپاره مې ورسره مخه ښه وکړه
ـــــــــــــ
نصیب رحمانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ستا په راډیو کې تصویر هم مالومیژي؟

راډیو مې چالانه کړه،،




ه غږیدلي ما د زړه په غوږونو حس کولي
ستا په شونډو مسکا نه وو
ته لکه د ژړ کلاب رژیدلي او سپیره معلومیدي
کوچنی مایک دي مخامخ په توره کورتۍ کې ټومبلی وو

……

لوستونکی چې د لیکنې په زور درسره مل کوې نو د پورته انداز (سرویس تبدیل) کې به دې په نیمه لار کې پریژدي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x