شعـــــرونه

د خپلواک افغانستان په لوري ګورم

فتحان حنفي

لمر ختلی د آسمان په لوري ګورم
له پامیره د جهان په لوري ګورم

زولنې دي ځنځیرونه شکنجې دي
له مظلومو ډک زندان په لوري ګورم

د یتیم سلګو مې زړه پرهر پرهر کړي
سترګې نم یې د ګرېوان په لوري ګورم

د شهید کونډه په چیغو چیغو ژاړې
د شهید د مور ارمان په لوري ګورم

نن عرب او عجم واړه وور کې سوځې
د عربو او افغان په لوري ګورم

هلته هم نن په غیورو بمباري ده
د مظلوم وزیرستان په لوري ګورم

حماسې دي هم د فتحو یوه لړۍ ده
د کندوز او هلمند جان په لوري ګورم

هر طرف ته د مهدي د لښکر څرک دی
آس او توره د کمان په لوري ګورم

ښکاري ظلم تورې شپې په منډه منډه
د خپلواک افغانستان په لوري ګورم

د رحمت دي طلبګار یم لایزاله
زه فتحان دي د باران په لوري ګورم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x