له رانسکورې چورلکې سره مرکه / طنز

( ذره بین)

ــ آغلې چورلکې که له هر څه مخکې ځان راته معرفي کړئ!

ــ آخ.ويييييييي اله له لهله . پوښتۍ مې ځب ځب دي. اشنایه خبریاله زه ټوکر ټوکر یم ته رانه خبرې غواړې، زه خو وایم اوس دې وي چې لږ مې دردونه په کرار سي خبرې به وکړو.

ــ پوهیږم چې حالت مو وخیم دی خو فقط څو خبرې که راسره وکړئ

ــ ویييييييۍ آخخخ. ښښښا چې نه مې پریږدې نو نوم مې ایم ۱۷ پوځي چورلکه ده، ډیر کاله وړاندې په روسیه کې زیږیدلې یم،چې کله پیغله سوم په افغانستان یې واده کړم،د ناویتوب شپې مې په افغانستان کې تیرې کړې،ایسته را ایسته به د افغانستان په شینکي اسمان کې الوتلم،ددې وطن عام اولس ډیر خوند راکړ، ساده او غیرتي خلک و، ما به ویل که خدای مجاهدین کامیاب کړل، نو به ددې وطن لپاره ښه په اخلاص خدمت کوم، خو چې مجاهدین کامیاب سول، زه دواقعي مجاهدینو په ځای د لیډرانو لاس ته ورغلم، هغوی زه او زما همځولې څرخکې لکه د پلار جایداد سره جلا کړو، زه د سیاف او زرداد په شان د یوه لډر کومندان په پچه ورسیدم،کومندان چي راغی. برګ برګ یي راته وکتل خو زما په چلولو یې سر نه سو خلاص. بله ورځ یې په ډیره بي رحمۍ ایسته په پاکستان خرڅه کړم، له هغې ورځې راهیسې د پنجاب په خدمت کې یم.

ــ نو دا څومره ظلم درسره سوی دی. آیا هغه کومندان پیژنې او نوم یې درمعلوم دی؟

ــ خود یې پیژنم دا پرون پرون چې زه یې په زخمي حالت کې کابل ته راوړم او خلک مې نندارې ته راغلل، هغه کومندان مې یو وار بیا ولید، اوس یې پکول او هاغه پخوانی ساټ وباټ نه و، مخ یي شین کړی او پتلون یي اغوستی و، مخابره یي په لاس کې وه لکه چې اوس په دې حکومت کې لویه بلا ده.

ــ ښه نو دا ووایه چې چیرته روانه وې چې طالبانو وویشتلې، چا ویل چې مریضه وې او د علاج لپاره روسیې ته تلې؟

ــ والله که یا مریضه وم یا شی. توخدای مریضه چورلکه به له پنجابه تر روسیې په هوا ولاړه سي.رکه روغه وم مګر اوس یې سمه د رښتیا معیوبه کړم او فکر نه کوم چې بیا دې والوزم.

ــ نو چې مریضه نه وې نو بیا دې په ازره کې څه بلا غوښته؟

ــ نور مې په مطلب سر نه دی خلاص سوی، خو څو پاکستاني پوځي کسان له خاصو وسائلو او آلاتو سره راغلل زه یې له ځان سره روانه کړم، او د ننګرهار په سیمه کې یې د افغانستان ساحې ته داخله کړم،ما چې په لومړي ځل د افغانستان د حکومت سرحدي عسکر او پوځیان ولیدل، نو له ډاره ګبڼۍ ونیولم، ما ویل اوس به را باندې ډز کوي او په ځمکه به مې رانسکوروي. ځکه ما چې په پوځي وظایفو کې عمر تیر کړی، دا رامعلومه ده چې د یوه هیواد په سرحد باندې تعرض او بې له اجازې پردۍ فضاء ته داخلیدل څومره کبیره ګناه ده او څومره سنګینه سزا لري.

ما ویل د افغانستان حکومت به د خپل هیواد ځمکني تمامیت او سالمیت ته ژمن وي او سمدستي به راباندې ګوزار کوي، مګر چې کتل مې حکومتي عسکرو یوازې په دوربین کې راکتل او زما د پرواز سیلونه یي کول، د راکټ او دافع هوا ډز خو پریږده حتی د کټه پیش ګوزار یي هم راباندې ونکړ.

ــ نو هغه پوځي کسان چې ته یې چلولې ددې وضعیت په لیدو یي څه ویل؟

ــ هغوی له خندا شنه شنه کیدل او همدا یي ویل چې ته دغو ناخبره سرحدیانو ته ګوره چې د خپل هیواد د فضایي حرم په ماتیدو خبر لا نه دي، پردۍ پوځي چورلکه یې په سر باندې ګزمې وهي او دوی ترې د فیسبوک لپاره ویډیوګانې اخلي.

ــ ښه نو بیا څه وسول؟

ــ موږ چې په ننګرهار کې د افغانستان خاورې ته داخل سوو نو دا د داعش او حکومتي عسکرو تر واک لاندې ساحه وه، هغوی راباندې هیڅ غرض ونکړ، موږ هم ډاډه سوو چې ځه نو اوس هغه پخوانی حساس افغانستان نه دی بلکې د امریکا تر سیوري لاندې سم شهرخربوزه ترې جوړ سوی او د دنیا هر حکومت کولای سي ددې هیواد په فضاء کې الوتنې وکړي،تحقیقات وکړي،د سرحداتو څیړنه وکړي او چې څه خرمستۍ یې په زړه کې ورګرځي هغه ترسره کړي. موږ په همدې خوږو چورتونو کې و چې دغه مهال د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ ته رسیدلي و، موږ څه خبر و چې دا د طالبانو د حاکمیت ساحه ده، چې ناڅاپه دڼ شو د راکټ مرمۍ مې د چپ غوږ له څنګ سره تیره سوه،زما د عملې چیغې او فریاد پورته سو،ما کوشش وکړ چې اړخ بدل کړم او د سینې فولادي سپر مې د راکټ ویشتونکي مخ ته ډال کړم، ما چې ځان سمبالاوو تر هغو بله مرمۍ راغله او وچ دا د لکۍ پر بام یې وویشتم. سوي کریغه مې له خولې پورته سوه او بیا په ځان نه یم پوهیدلې.

ــ ستا په فکر ستا ددې ماموریت او د ا چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې دې دومره اوږده الوتنه درلوده مقصد به یې څه و؟

ــ نور نه پوهیږم خو ماته داسې ښکاري چې هغه زما عمله د سرحدي چارو متخصصین وو او شاید د ډیورنډ د سرحد معلومات او ارزیابي به یې کوله، ځکه ما داسې هم اوریدلي چې د کابل حکومت له پاکستان سره د ډیورنډ کرښه په پټه منلې ده او ددې خبرې د رابرسیره کیدو نه وړاندې باید د سرحد له سره ټاکنه او سروې وسي.

ــ ښه نو نوره کیسه راته وکړه بیا څه وشول؟

ــ نو زه چې کله ولګېدم د سختو دردونو له امله سمدستي بې هوښه شوم،معلومه نه ده چې هغه زما عمله به څه سوي وي اوڅه حالت به پرې راغلی وي، کله چې په هوښ راغلم ګورم چې طالبان او د سیمې اوسیدونکي کلیوال افغانان رانه تاو دي. څوک مې پرزې خلاصوي،څوک مې ښیښې په ډبرو ولي یوه شپانه راته د ښون ډانګ سم کړی و چې پوښتۍ یې را ځب ځب کړې. ما اوریدلي و مګر دا وخت مې په خپلو سترګو ولیدل چې طالبان په رښتیا د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت په مسائلو کې د نړۍ تر ټولو حساس او بې لحاظه مخلوق دی. ځکه په دې سربیره چې زه یې په راکټ وویشتم بیا یې هم زړه راباندې سوړ نه و، درګرده یې په ډبرو ویشتلم او په قهر قهر یې راته دا ویل چې کوم بل وطن نه و چې تا هم زما په وطن سترګې راسرې کړې؟ آیا د دغو دومره کفارو یرغل او تجاوز او ددې رنګ برنګ اشغالګرو چورلکو غراوپر کافي نه دی چې تا هم زموږ په فضایي حریم تجاوز وکړ. طالبانو او ولسي افغانانو همدا خبرې کولې او ما یې د ډبرو او ډانګونو تر ګوزارو لاندې د وخ ادې او وۍ ابۍ ګلې بوغارې وهلې.

بس نو ښه ډیر وخت وروسته چې ما د ځنګدن وروستۍ سلګې وهلې، ناڅاپه د امریکا او اشرف غني ځانګړي ځواکونو سیمې ته راورسیدل،کله چې یې زما حالت ولید نو سخت دردمن شول او ځینو خو یي حتی ژړا او سونګټ هم پیل کړ،امریکایي څرخکې راته په ژړا ژړاوویل چې: ګیله دې مه وسه زموږ دا پنځلس کاله همدغه حال دی چې پرمختللې ټیکنالوژۍ او نازولې چورلکې مو د افغانانو د انتقام په لمبو کې ترپکې وهي.

ــ ښه نو اوس خو دادی کابل ته رارسیدلې یې او معلومیږي چې د اشرف غني حکومت درباندې د خپل وس مطابق علاج هم پیل کړی دی که داراته ووایې چې صحت دې څنګه دی؟
ــ وييییۍ وۍ نو، د صحت پوښتنه مه کوه،داسې خرپ مې نه دی خوړلی چې بیا دې له ځمکې پورته سم، د راکټ زخم په خپل ځای. افغانانو په ډبرو او ډانګیو دومره وهلې یم چې هډوکي یې راکې ځب ځب کړي او له غوښو یي راته کوفته جوړه کړې ده.

ــ ښه نو اوس دې څه غوښتنه ده او څه باید درسره وسي؟

ــ فی الحال خو د اشرف غني له حکومت نه مننه کوم چې په ډیر عزت یې په ټیلر کې رابار کړم او کابل ته یې راوړم، اوس خبره سوي یم چې د پاکستان حکومت غواړي ما بیرته پاکستان ته یوسي، خو زما عاجزانه غوښتنه داده چې هسې یې هم زما د مریضۍ آوازه اچولې، زه چې خپلو زخمو ته ګورم په پاکستان کې د علاج نه یم، نو ښه داده چې همداسې په ټیلر کې بار مې روسیې ته یوسې تر څو که مې علاج ممکن و او وسو خو بیرته به راسم او کنه نو همالته به له نورو افغان ځپلو چورلکو سره یوځای د تورو خاورو میلمنه سم.

ــ نو که دې علاج وسو بیا به کله د افغانستان خواته را چکر سې؟

ــ په توبو مې توبه ده،مرګ به قبول کړم خو دلته به بیا رانسم، که په روسیه کې مې علاج وسو نو نیت مې دی چې د ایران یا کوم بل هیواد په لار داسې درازه پاکستان ته راتاو سم، خیر دی ستړې به سم مګر له داسې حالت سره خو به نه مخ کیږم.

ــ په آخر کې مو که خپل پیغام راسره شریک کړئ؟

ــ دا چې د مرګ او ځنکندن په حالت کې یم نو د پیغام په ځای به د وصیت په ډول دا ووایم چې د نړۍ ټولو څرخکو خویندو او هلي کوفټرو وروڼو ته مې دا وصیت دی چې زه به یا مړه یم او یا ژوندۍ. خو تاسې باید د افغانستان له فضاء نه ډیرې لرې وګرځئ. ځکه دې فضاء ته په داخلیدو یوازې په دافع هوا د ویشتلو سزا نه درکوي بلکې له دافع هوا وروسته دې په ډبرو هم ولي او د ښون په ډانګیو دې دا پستو پستو ته وهي او تر هغو دې نه پریږدي تر څو یي په وهلو وهلو ساه درکې ورکه نه وي.

ــ آغلې چورلکې له تاسو مننه .

ــ آخ ویيۍ له ت تتتاسې هم منههه نننه .

3 تبصرې

  1. منننه.
    زره بین ووره ښه طنز و، خو ستاسې هغه پخوانی خوندور طنز چې څو کاله مخکې مو لیکلی و، هیڅله راڅخه هیر نه شي، چې هلمند کې له اسمانه خر رالویدلی دی. چې تراوسه یی په مجالسو کې کله کله په استدلال کې یادونه کوم.

  2. د طالب له هغه لومړي راکټ سره به د چورلکې اودس خامخا مات شوی وي، هاها

    زربین صاحب له نظره مه شی

  3. محمد عبدالله

    ذره بین صیب په بی ژبی چورلکی خو دی مز کړی دی خو چی دا جنرال صیبان دی پکی نه دی یاد کړی خوند یی ونکوو پته خو دی هله لږیږی چی دوی دی په دار زړولی وای ځکه چی ددوی او دامریکایانو دنورو جاسوسانو فرق نشته که څنګه ؟خپلوی دی ورسره دی ههههه
    چی خفه نشی طنز

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.