شعـــــرونه

دمنزل په لټه/ عزيز الله حسيني

عزيز الله حسيني

ستړی ســتومانه یم روان د منزل لار لټوم
له تورو شپو نه کډه وړمه سپین سهارلټوم

د سر سودا کوم په هیلـه د یو داسې نقاد
ژوند خرڅومه خرڅيدو ته یې بازار لټوم

چې د جنون په فلسفه کې ځان ټوټي ټوټي کړي
داسې عاشق داسې مین داسې خمار لټوم

سینګاروم خفه لیلا بیا دې غریب کلي کې
د غره سرو کې د وطن ناوې ته هار لټوم

یو څو شیبې د خپلواکۍ ښې دي نه ټول ژوند غلام
باچاهي څه کړم دې غریب ژوند کی وقار لټوم

دا ښکرور په عاجزۍ کې لاره نه راکوي
اوس ورته زور ښیم له تورې نه ګوزار لټوم

چې په څو تورو له ستومان ژوند ستوماني وباسي
حسیني ستا د غزل کرښو کې قرار لټوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x