نظــر

آیا نجیب پېژنئ؟ ( ۵)

په دې ترڅ کې نجیب د ګوند د یو فعاله غړي په توګه د ببرک کارمل په څنګ کې سنګر ونیو، او د ببرک په ډله کې چې د پرچم ورځپاڼې له خپرېدو وروسته په پرچمیانو مشهور شول تر پایه پاتې شو. نجیب د حزب د ټوټه کېدو پر مهال له میر اکبر خیبر سره چې د ګوند له بنسټ اېښېدونکو څخه ګڼل کېدو پکتیا ته یو سفر وکړ، له نوموړي سره له لیدو کتو وروسته په خلق دیموکراتیګ ګوند ( پرچم ) کې ټینګ شو.

میر اکبر خیبر د محمد داود د حکومت پر مهال له حربي پوهنتون څخه د فارغېدو په ورځ ونیول شو، نېږدې شپږ کاله زنداني و، له زندان نه له را خلاصېدو وروسته د پولیسو اکادمۍ په کدر کې د ښوونکي په توګه وګومارل شو، دا چې نظامي دنده یې لرله، نه یې شوای کولی په څرګند ډول د ګوند د رهبري هیئت دغړي په توګه فعالیت وکړي، تر دې چې د لړم ددریمې نېټې له پېښې وروسته له خپل کور سره پکتیا ته ولېږل شو، او هلته یې د تبعید په توګه ژوند کولو، همغه و چې له نظامي دندې یې استعفا وکړه، او بیرته کابل ته را وګرځېد، او په ښکاره یې د ببرک کارمل تر څنګ په ګوندي فعالیتونو لاس پورې کړ، نوموړي د سلیمان لایق له خور سره واده کړی و، او داسې یو کس و چې د مارکسیزي افکارو په تبلیغ کې له مناسبې توانمندۍ نه برخمن و، نوموړي له پکتیا ولایت نه په بیرته را ګرځېدو سره په پراخه فعالیتونو لاس پورې کړ، چې په نتیجه کې هغه وضعیت چې د ګوند تر منځ د درځ له را پیدا کېدو وروسته منځ ته راغلی و، بیرته سم شو، نوموړي ځوانان په نظري کورسونو کې منظم کړل، چې ده خپله د مارکسیزم عقیدوي درسونه ور زده کول. نجیب هم د هغو کسانو له ډلې و چې په دغه نظري کورسونو کې درسونه ور کړل شول، نجیب به د کمونیزم د عقېدې د ښې زده کړې لپاره کوشش کولو.

وروسته له هغه چې نجیب د ببرک کارمل په ګروپ کې په ګوندي فعالیتونو پیل وکړ، ورو ورو یې دګوند د فعالینو په حلقو کې شهرت تر لاسه کولو، او د زیاتې پاملرنې وړ به ګرځېدو. دغه دوره د مارکسیزم د بنسټونو د زده کړې مرحله وه، چې نجیب به هغه د مارکس، لنین، او استالین له کتابونو، او د ایران د توده ګوند له نشراتو څخه چې په پټه توګه به زمونږ هېواد ته را وارېدېدل زده کول، نجیب به دغه کتابونه او آثار په ډېرو هڅو اوکوششونو راغونډول، او دخپل نظر وړ شیان به یې ترې زده کول، د ایران د توده ګوند د آثارو له جملې نه د نوموړي ګوند د مفکر احسان طبري له فلسفي لیکنو سره یې له کچې وتلې مینه لرله، او ډېری وخت به یې هغه مطالعه کول، او د خپلو خبرو او استدلالونو په برخه کې کار ترې اخیست.

نجیب د خپلو بې دریغه هڅو په مټ توانېدلی و چې د ګوند د پوهنتوني کدر د فعالینو په جمله کې ځان لوړ کړي، په لومړیو کې نجیب په خورا ګرم انداز کې له ببرک کارمل نه له اندازې وتلې دفاع کوله، او دا ددې لامل شو چې ببرک کارمل هم ده ته پاملرنه وکړي، او د ګوندي سازمانونو په تنظیمولو کې ډېره برخه ور کړي، او د سازماندهۍ، او کمونیستي افکارو د نشر په برخه کې د نوموړي له توانمندۍ نه استفاده وکړي. نجیب هم له خپلو وړتیاوو او ظرفیتونو څخه استفاده کوله. او په دې لاره کې مخ په وړاندې روان و.

نوموړی په یو ښه خوله ور ویناکوونکي بدل شوی و، خبرې به یې ډېرې د ځوانانو خوښېدلې، په ۱۳۴۷ هـ ش کال کې چې د نور احمد اعتمادي د حکومت دوره وه، د ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې ډلې د پرچم جرېدې امتیاز تر لاسه کړ، چې په منظم ډول یې تر دوه کلونو پورې خپلو خپرونو ته ادامه ور کړه.

په دې وخت کې ګڼې سیاسي ډلې چې د جلا سیاسي رسمونو، لارو او نظریاتو پیروان وو جوړې شوې، او فعالیت به یې کولو، د کابل ښار په پوهنتون او ښوونځيو او اکثره ولایاتو کې ځوانان د خلق او پرچم له سازمانونو سره چې د خلق دیموکراتیک ګوند دوه ډلې وې، او له مسکو نه یې پیروي کوله له یوې خوا، شعله جاوېد چې له پیکنګ نه یې الهام اخیست له بلې خوا د کيڼ لاسو په سیاسي فعالیت بوخت وو، ناسیونالیستې او سوسیالې دیموکراتیکې ډلې په افغان ملتیانو او مساواتیانو کې خلاصه کېدې، د روحانیت او مسلمانو ځوانانو ټولنه د جوړېدو په حال کې وه، ګهېځ او خیبر ورځ پاڼې هغه نشراتي ارګانونه وو چې ددغه ډلو افکار او سیاسي تګلاره یې څرګندوله.

د پوهنتون او ښوونځيو سیاسي چاپیریال لږ او ډېر د خلکو په مختلفو ډلو او پرګنو اغیزه کوله، او د خلکو سیاسي شعور ته یې رشد ور کولو، سیاسي جریانونو په ځانګړې توګه کیڼ لاسو ډلو په هر ځای کې په فعالیت لاس پورې کولو، او خپل سیاسي پلان شوي پروګرامونه یې عملي کول.
۱۳۴

۷ هـ ش کال، په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د لاریونونو کال ګڼل کېږي. د کابل پوهنتون، او ښوونځيو د محلصینو نېږدې دوه میاشتني لاریونونه، د شبرغان د ګاز اونفتو د کارګرانو لاریونونه، د مزار شریف د ښوونځيو د زده کوونکو په ګډون د کود او برق د کارګرانو مظاهرې، د پلخمري د غوري سمنټو د کارګرانو مظاهرې، د ګلبهار د نساجۍ دکارګرانو مظاهرې، د کندوز د سپین زر شرکت د کارګرانو لاریونونه، او نور او نور د هغو سیاسي پېښو له جملې نه وو چې د خلق، پرچم او شعله جاوید کیڼ لاسو سازمانونو له خوا سازماندهي او رهبري کېدلې.

د ۱۳۴۸ هـ ش کال په پسرلي کې د کابل ښار د نارینه وو د ښوونځيو او مکتبونو د زده کوونکو لاریونونه، او بیا وروسته د ابن سینا د لیسې لاریونونه چې د امنیتي ځواکونو او د نوموړې لیسې د زده کوونکو تر منځ د خونړیو اخ و ډب لامل و ګرځېد، تر دې چې د کابل پوهنتون محلصین هم د ابن سینا د لیسې د زده کوونکو په ننګه را ووزي، او دغه موضوع خطرناکه بڼه خپله کړه. د پوهنتون د لاریونونو له پیل کېدو سره امنیتي ځواکونه د پوهنتون انګړ ته ننوتل، د نارینه او ښځینه زده کوونکو په وهلو یې پیل وکړ. د ښځینه زده کوونکو په بې حرمتۍ یې لاس پورې کړ، دې پېښې د پوهنتون او د کابل ښار د ټولو ښوونځيو احساسات وننګول، او ددې لامل شو چې د کابل ښار دځوانانو یو سیل ددغه کار د غندولو په نیت په مظاهرو لاس پورې کړي.

د ښوونځیو او پوهنتون د درسونو نورمال جریان ګډوډ شو، تر نېږدې دوه میاشتو پورې د کابل ښاریان د لاریونونو شاهدان وو. بالآخره د نور احمد اعتمادي حکومت یوه اعلامیه خپره کړه، او نوموړې پېښه یې یوه د فتنې جوړولو دسیسه وګڼله. او اعلان یې وکړ چې ددغه ډول کړنو عاملین او فعالیت کوونکي به ونیسي، ددې په سبا د خلق، پرچم او شعله جاوید د سازمانونو یو تعداد محصلین ونیول شول، نجیب، وکیل، او اسماعیل د هغو پرچمیانو له ډلې څخه وو چې د دسیسې جوړولو په تور زندان ته ولېږدول شول، د محکمې د مراحلو له طی کولو چې څلور میاشتې یې ونېوې او په زندان کې یې تېرې کړې، بیرته آزاد شول.

۱۳۴۸ هـ ش کال یو بل سیاسي اهمیت هم لري، او هغه دا چې د پارلمان دولسمه دوره پای ته ورسېده، د دیارلسمې دورې انتخاباتو لپاره تیاری نیول کېدو، ببرک کارمل له دوهمې حوزه نه چې د کابل ښار دریمې او څلورمې ناحیې هم پکې راتلې، خپل ځان نوماند کړی و. هادي کریم دپنجشیر له ولسوالۍ نه ددستګیر پنجشیري په مرسته په ټاکنیزو فعالیتونو لاس پورې کولو. سلیمان لایق د پلخمري له ولسوالۍ نه نوماند شوی و، محمد حسن بارق شفیعي د لغمان ولایت له مرکز نه نوماند و. دا ټول د پرچم ډلې غړي وو، حفیظ الله امین چې د کابل ولایت له پغمان ولسوالۍ نه نوماند و، د خلقي ډلې په ټاکنیزو فعالیتونو کې یې ګډون کولو، بالآخره ببرک کارمل چې د پرچمي ډلې رهبري یې پر غاړه لرله، د ګوند د غړو او د ښځو د دیموکراتیک سازمان د هڅو او کوششونو په نتیجه کې له دوهمې حوزې نه بریالی شو. او حفیظ الله امین هم دخلق له ډلې نه په پارلمان کې د پغمان ولسوالۍ چوکۍ تر لاسه کړه. ولې دستګیر پنجشېري او هادي کریم زندان ته لاړل، هغوی له څو میاشتو زندان تېرولو وروسته د ببرک کارمل د مشرۍ پر ضد پاڅون وکړ. او د عبد الحکیم شرعي جوزجاني په مرسته د پرچمیانو له ډلې سره پریکون وکړ، او یو تعداد کسان یې پر ځان را ټول کړل، او د خپلې ډلې نوم یې د کار ډله کېښود، چې بیا وروسته د نور محمد تره کي تر مشرۍ لاندې بیرته د خلقیانو له ډلې سره یو ځای شو. نجیب ددغه تحولاتو په جریان کې نوی له زندان نه را خلاص شوی و، چې بیرته په ګوندي کشمکشونو او جنجالونو کې ور ګډ شو، د پرچم ډلې او سازمانونو کاملا یو تشکیلاتي بحران تېر کړ، ددغه ډلې غړو بیا هم له ببرک کارمل سره موافقت او له تره کي سره په مخالفت لاس پورې کړ. میر اکبر خیبر او د پرچم ډلې د رهبرۍ هیئت زیاتره غړي دببرک کارمل په څنګ کې ودرېدل، او بیا یې هم د نوموړي ملاتړ وکړ. نجیب هم چې د ګوند د ځوان کدر د غړیو له جملې څخه و، د ببرک کارمل حمایت یې وکړ، او له هغه نه یې دفاع وکړه. د ۱۳۴۸ هـ ش کال په ژمي کې چې دغه پېښه را منځ ته شوه، ګوند له سر نه تر پښو له ماتې او شړېدو سره لاس او ګریوان و، سپیرواګنیو چې د امریکا دمتحده ایالاتو د ولسمشر معاون د آسیا څو هېوادو ته له سفر نه وروسته يې افغانستان ته سفر و کړ، ددې سفر په ترڅ کې د کیڼ لاسو د سیاسي ډلو له خوا اعتراضي لاریونونه ترتیب شول، چې پرچمیانو هم د خپل ګوند دفرکسیون له پاتې غړو سره په لاریونونو لاس پورې کړ، او د فتنې په جوړولو سره چې د امریکا د بیرغ سوځولو، او د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ریچارد نکسون د انځورونو سوځولو، او د سپیرواګنیو موټر په خوسا هګیو ویشتلو څخه عبارت وو، په دې توګه یې د خپل سازمان مات او شړیدلی بحراني حالت تر یو ځایه تلافي کړ. نجیب په دې ورځ د مظاهرو د رهبري کوونکو فعالینو له جملې څخه وو، نوموړي د امریکې بیرغ وسوځولو، او سپیرواګنیو یې د انتقادونو په ترڅ کې محکوم کړ، له دې پېښې وروسته د نور احمد اعتمادي حکومت د امریکا د متحده آیالاتو د سیاسي حیثیت د اعادې، او د وضعیت د جبیرې په موخه د پرچمیانو د فعالو غړیو په نیولو چې د مظاهرو په ورځ یې ګډون او ویناوې کړې وې، په ګډوډیو کې يې لاس درلودلی و، لاس پورې کړ. او زندان ته یې واچول. نجیب له خپلو پرچمي ملګرو سره یو ځای بیا زندان ته ولاړل، دا ځل نه میاشتې په زندان کې پاتې شو. خو دا چې په دولتي ارګانوو کې یې نفوذ درلود په زندان کې هم په راحت وو، مطالعه یې کوله، سپورت یې کولو، ښه خواړه یې خوړل، چې وروسته له ښه صحت او زیات وزن سره له زندان نه را خلاص شول. زندان ته تګ یوازې د سیاسي تبلیغاتو او زیات کرېډت اخیستلو لپاره یوه وسیله شو ورته. په زندان کې یې هېڅ ډول آزار، تهدید او ضرر نه لیدل.

نجیب هم له ښه صحت او پنډ ورمیز سره له زندان نه را خلاص شو، خو دا ځل یې له ببرک کارمل نه دفاع نه کوله، هغه یې یو ځان غوښتونکی او قدرت طلبه شخص ګڼلو، او له اناهیتا سره د نوموړي له عشقي اړیکو به ډېر غږېدو، ببرک هم له نجیب نه خوښ نه و، هر وخت به یې په خپلو ګوندي حلقو او د خپل اعتماد وړ کدرونو کې د نجیب پر ضد تبلیغات کول، او نجیب به یې د سخت دريځۍ، بیرحمۍ او نه عطوفت په مظهر معرفي کولو… نور بیا

ژباړه: عبد الخبیر جاهد

————-

ټولې برخې په لاندي ادرس:

ایا نجیب پيژنئ؟ ټولې برخې ( لینک)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x