افغانستان

هلمند : امنيتي سرتيري د خوراکي توکو او مهماتو له کمښت سره مخ دي/ ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د هلمند په جګړه کې بوخت سرتيري د خوراکي توکو او مهماتو له کمښت سره مخ دي.

د ملي اردو له لوري په يوه خپره شوې ويډيو کې دوه تنه عسکر په داسي حال کي ليدل کيږي چې وچه ډوډۍ او يو غاب خوراکي توکي ورسره دي ، دوی د خوراکي توکو او مهماتو له کمښت نه سر ټکوي.

دوی وايي زموږ مشران په امن سيمو کې ايرکنډېشن ته ناست دي ، موږ يې د جګړې په ليکو کې مصروف ساتلي يو ، خوب ، خوراک او ارام نه لرو.

يو تن د ملي اردو سرتيری چې ښکاري د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ لشکرګاه ته څېرمه د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري وايي که موږ دا کمربند پرېږدو نو لشکرګاه به طالبان له حکومت څخه ونيسي.

سرتيري له ويډيو کوونکي څخه غوښتنه کوي چې زموږ ږغ بايد لوړ مقامونه واوري ، مهمات نه لرو ، په څلور نفرو دومره ډوډۍ راکول کيږي چې يو تن هم پرې سم نه مړيږي ، همدا راز وايي د څښاک اوبه مو خړي او له ډنډونو څخه دي.

د يادوني ده چې ډېر ځله افغان امنيتي ځواکونه له طالبانو سره د نښتو په مهال د خوراکي توکو او مهماتو له نه اکمال او کمښت نه سر ټکوي ، وړاندي هم په کندوز کې ورته پيښي را منځته شوي او ملي اردو عسکر د خوراکي توکو د کمښت له امله واښه خوړولو ته مجبور شوي.

کابو يوه اونۍ کيږي د هلمند مرکز لشکرګاه ته څېرمه په نادعلي او نورو سيمو کې جګړې زور اخيستی ، طالبان او افغان امنيتي ځواکونه دواړه يو بل ته د زياتي مرګ ژوبلي اوښتو خبرونه خپروي.

ویډیو:

ایا تجارتي جنګ لا لکئ لري .
دچاه انجیر په خط کي جنګیدونکي د۲۱۵میوندقول اردو سربازان له تیرو دوه ورځو راهیسي ډوډي نده خوړلي چي دځايي پولیسو له لوري ورته خپله پاته شوني هغه هم دتیري شپي ډوډئ ورکول سوي ایا داسربازان اوس عاشه نلري که لوی خیټي خپلي خیټي په مړوي خو زه وایم زهر دي سه قاتل دي سه تا خاین چي دجګړي دلومړي کرښي دهغه سرباز چي ځان يي ددی هیواد سپر ګرځولی او ته ورڅخه دهغوی دخولي ګوله کاږي ا په خپله نجسه خوله يي ننباسي لعنت دي يي درباندي #هلمندجګړه

Posted by Najebullah Sahil on Saturday, August 6, 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x