نړۍ

په نبوي مسجد کې یوه ړنده ښځه پس له ۷ کالو بینا شوه

یوې حج کوونکې میرمن په نبوي مسجد کې هغه وخت د (الله اکبر) نعره پورته کړه چې پس له (۷) کالو یې د لومړي ځل لپاره نړۍ ولیده.

دغه میرمن چې د سوډان اوسیدونکې ده او (فاطمه الماحي) نومیږي، وايي چې (۷) کاله مخکې یې د سترګو بینايي له لاسه ورکړې وه، خو په دغې موده کې یې خدای ته امید او هیله نه ده بایللې او تل به یې خدای ته د سترګو د بینايۍ سوال کاوه.

د خرطوم د مطبوعاتي مرکز د راپور په وینا نوموړې میرمن څو ځله د سترګو عملیاتونه کړي خو هیڅ فایده یې نه وه کړې.

نوموړې وايي چې سږکال له سوډان څخه د راغلو حاجیانو په ډله کې مدینې منورې ته راغلې او همیشه به په نبوي مسجد کې وه. د عکاظ جریده د نوموړې له قوله وايي چې په لمانځه کې او له لمانځه وروسته به یې دایم الله (ج) ته سوال کاوه چې سترګې يې بیرته بینا کړي.

فاطمه الماحي وايي چې یو وخت ګورم چې له سترګو مې توره پرده لیرې شوه او رڼا مې ولیده، ښي او کیڼ لوري ته مې وکتل هیڅ مې باور نه کیده او ناڅاپه مې له خولې د الله اکبر نعره پورته شوه.

فاطمه وايي چې زوی مې له ډیرې خوشحالۍ ژړل او بیا-بیا یې د الحمدلله کلمات تکرارول.

نوموړې زیاتوي چې شاوخوا مې خلک، لویان او ماشومان ولیدل او پرته له دې چې له چا مرسته وغواړم راپورته او روانه شوم.

خو فاطمه الماحي وايي چې زما تر ټولو ستره خوښي او خوشحالي هغه مهال وه چې مکې مکرمې ته لاړم او کعبه شریفه او نور مقدس ځایونه مې په خپلو سترګو ولیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x