روغتیا

د شکري ناروغي

ليکونکی : ابو حمزه جوزجاني

شکره يا ډيابټس يو د هغو ناروغيو څخه ګڼل کيږي چې د نړۍ ډير وګړي ورسره لاس او ګرېوان دي .

د نړيوالي روغتيايي ادارې W H O د يوې سروې له مخي د نړۍ هر 11 م وګړی د شکري په ناروغۍ اخته دی خو زموږ په جګړه ځپلي هيواد کې ډير خلګ د شکري د ناروغۍ په هکله سم پوهاوی نلري.

د شکري د ناروغ لپاره پکار دی چې د شکري ناروغي وپېژني .

د شکري ناروغي د پنکراس Pancreas د عدم کفايې له وجهي رامنځته کيږي.

پانکراس: Pancreas د بدن يوه اېنډوکراين غده ده چې په پلن ډول د نس شا ته د توري او اثنا عشر په منځ کې پرته ده.

پانکراس د سر، غاړي ، تنې او لکۍ په برخو وېشل شوی.

دغه اېنډوکرايني غده له ۱۵ څخه تر ۲۵ سانتي مترو پوري اوږدوالی ، ۳.۸ سانتي متره سور، له ۱.۳ څخه تر ۲.۵ سانتي مترو پلنوالی او له ۸۵ څخه تر ۱۲۰ گرامه تول لري.

پنکراس Pancreas د نورو وظيفو سره سره دوې عمده وظيفې لري چې د شکري په کنټرول او توازن کې اساسي رول لري.

زموږ بدن يو توان يا انرژۍ ته ضرورت لري چې د همدغې انرژۍ په واسطه موږ د کار کولو توان پيداکوو کله چې موږ ناشائستئي [ کاربوهايډريټ  لرونکي] خواړه  [د غنمو اوړه وريجي ، پټاټې او نور ] خورو د هضميې او ميتابولزم وروسته د ګالکوجن په شکل په اينه کې زخيره کيږي کله چې په بدن کې د ګلوکوز اندازه کميږی پنکراس د انزايم په په واسطه دغه ګالکوجن په فعال شکل يعني د ګلوکوز په شکل بدن ته ورکوي چې په انسان کې د کارکولو او حرکت کولو توان پيداکيږي کله چې په بدن کې د ګلوکوز اندازه لوړيږي بيا پنکراس يو هورمون د انسولين په نوم توليدوي چې د ګلوکوز ليول په نارمل اندازه راکښته کړي نو په دې توګه د انسان بدن په ښه توګه کارکوي او د  شکري ناروغ نه بلل کيږي.

که چيري د چا پنکراس په ښه ډول کار ونکړي يا بلکل بېکاره سي يعني د ګلوکوز اندازه نارمل وه نه ساتي بيا نو د شکري يا ډيابټس ناروغ ورته ويل کيږي.

دشکري ناروغي پر دوه ډوله ده:

۱ : هايپر ګلاسميا :

هايپر ګلاسميا يعني په بدن کې د ګلوکوز د اندازې لوړوالی .

۲ : هايپو ګلاسميا :

په دې ډول ناروغۍ کې د ګلوکوز اندازه کښته کيږي چې دماغ او نور اعضاء رئيسه په سم ډول کار نه کوي لکه ځيني خلګ په روژه کې جنګونه کوي يا يې بدن لړزه کوي يا ډېر زيات غصه کيږي يا د لوږي په وخت کې د فيزيکي کارکولو توان له لاسه ورکوي .

راځو اول ډول ته هايپرګلاسميا :

دا پر 3 ټايپونو ويشو

لومړی : د A ټايپ :

په دې ټايپ کې پنکراس بيخي کار نه کوي اويا يې هم پنکراس کښلۍ وي.

د داسي ناروغ  لپاره انسولين دپيچکارۍ په ډول لګول اړين دي.

دوهم : د B ټايپ :

دا ډول ناروغان اکثره ارثي يا ميراثي وي يعني د مور ، پلار ، انا او نيکه څخه ور پاته وي  بايد پرهېز په منظم ‌ډول وکړي  يعني د بازاري مصنوعاتو او مشروباتو څخه ځان ساتل ، ميوې او لبنيات په احتياطي او منظم ډول استعمالول  او  دوا جاري ساتل.

دريم : C ټايپ :

دا ‌ټايپ اکثره تر 40 کلنۍ وروسته په چاغو انسانانو کې پيداکيږي چې کله ناکله په پښو او نور بدن کی زخمونه هم پيداکوي  چې ‌ډير خطر لرونکي وي ، دا ډول مريضان بايد په غذايې رژيم پرهيز او تداوي کې ډېر احتياط وکړي او د معالج سره دوامداراه په مشوره کې وي.

تر ټولو مهمه خبره داده چې د شکري ټول ناروغان بايد خپل د شکري اندازاه ليول بر قرار وساتي !

د شکري ليول په خالي نس د 70 څخه تر 130 پوري دی او پر ډک نس د 80 څخه تر 180 پوري دی .

د شکري ټول ناروغان بايد په منظم ډول د 40 دقيقو څخه تر 60 د قيقو پوري ورزش وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x