دیني، سیرت او تاریخ

  مرګ څه شي دی؟ 

 ليکنه: شهید مولوي عبدالغفار «حسيني»

ددې حيرانوونکي سوال ځواب دادی:
• مرګ د ژوند د بل سوي څراغ د مړه کېدلو نوم دی.
• مرګ د جسم او بدن څخه د روح د تعلق شکېدلو نوم دی.
• مرګ  د دنيا د فاني او عارضي ژوند څخه و آخرت او دائمي او ابدي ژوند ته  دکوچ او رحلت نوم  دی.
• مرګ د اهل وعيال، آل واولاد، قريبانو دوستانو، مال او اسباب، عزت او مرتبې څخه د دائمي فراق او بيلتون نوم  دی.
په قرآن کريم کي ارشادرباني دی: كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴿آل‌عمران: ١٨٥﴾.
ژباړه: هر ساکښ به د مرګ خوند څکي، د قيامت په ورځ به تاسو ته خپله بدله پوره پوره درکول کيږي. بيا چي کوم څوک د دوزخ څخه ليري کړل سو، او جنت ته داخل کړل سو، نو هغه کامياب سو؛ دنيوي ژوند د دوکې او فريب مال دی.
او دغه ډول بل ارشاد دي:  كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ ﴿الأنبياء: ٣٥﴾.
ژباړه: هرساکښ به د مرګ خوند څکي، موږ د امتحان په طريقه ستاسو څخه هر يو په شر او خير کي مبتلا او اخته کوو او تاسو ټوله زما ولوري ته راتلونکي ياست.
او دغه ډول بل ارشادرباني دی:  كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ ﴿العنكبوت: ٥٧﴾.
ژباړه هر ساکښ به مرګ څکي، بيا تاسو ټوله زما وخواته راتلونکي ياست.
او دغه ډول بل ارشادرباني دی:  قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلَاقِيكُمْ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿الجمعة: ٨﴾
ژباړه: (اې زما رسوله!صلی الله علیه وسلم)  ورته ووايه له کوم مرګه، چي تاسو ځغلئ، هغه يقينا تاسوته رسېدونکی دی، بيا به تاسو د هغه ذات(الله تعالی)  لوري ته، چي په پټو او ښکاره پوره خبردار(عالم) دی ستانه کيږئ، نو څومره اعمال، چي تاسو په دنيا کي کړي دي هغه به تاسو ته د روښيي(بدله به درکول کيږي).
او دغه ډول بل ارشاد رباني واورئ! أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ…﴿النساء: ٧٨﴾.  ژباړه: تاسو چي هر چيري ياست مرګ به تاسو پيداکوي، که څه هم تاسو په کلکو کلاوو کي ياست.
د يو شاعر وينا هم واورئ.
بَينَ عَينَیْ کُلِّ حَیٍّ         عَلَمُ الْمَوْتِ يلُوحُ
نُحْ عَلَی نَفْسِکَ يا       مِسْکِينُ اِنْ کُنْتَ تَنُوحُ
لَتَمُوتَنَّ وَلَوْ عُمِّرَتْ         ما عُمِّرَ نُوحٌ
ژباړه: دهر ژوندي انسان د سترګو په مخامخ دمرګ بيرغ رپيږي.   اې (د نورو په مرګونو باندي ژړېدونکې) مسکينه! که ژړا کوې، نو خپل مرګ در پياد کړه او پر وژاړه.  ته يوه ورځ خامخا مرې؛ که څه هم تاته د نوح علیه السلام غوندي اوږده زند ګي درکول سي.
د پورتنيو آياتونو او ويناوو څخه دا خبره ثابته او واضح سوه، چي مرګ يو يقيني حقيقت دی، نو هيچا ته داسي صورت ممکن نه دی، چي په ځغستا ور څخه نجات او د خلاصون لاره ومومي، هغه که امير وي که مامور، پاچا وي که فقير ، تور وي که سپين ، خادم وي که مخدوم ، حاکم وي که محکوم، د مرګ خوند به ژر يا څه په  ځنډ؛ خو حتماً څکي، د دې مشکلي مرحلې(مرګ) څخه به تېريږي، نو د هوښيارۍ تقاضا او آرزو داده، چي انسان د يو داسي حقيقت څخه ځان بې پروا نه کړي، توجه او پام ورته وکړي.
د غفلت  کندي ته د لوېدلو پرځای د آينده لپاره تياری او فکر وکړي. داسي اسباب او وسائل وپلټي، چي په توسط او ذريعه يې د دغه الهي حکم (مرګ) دخطرناکي او هيبتناکي مرحلې د آسانولو لپاره يو معاون او مرستندوی جوړ سي.
په دې سلسله کي دي د دغه لاندنيو خبرو زيات خيال او اهتمام وکړل سي، تر څو مشکلات مو آسان سي:
1.انسان ته پکارده، چي هر وخت د خپل ځان سره د خپلو أعمالو او اخلاقو محاسبه وکړي او دغه عقيده به لري، چي زمايوعمل او قول هم د الله تعالی څخه پټ نه دی؛ که يواځي يم که د خلکو سره؛  الله تعالی په هر ځای او هر حالت کي ماویني، زما هره خبره اوري او زه به يو وخت د الله تعالی په وړاندي د خپلو ويناوو او عملونو ځواب ورکوم.  دغه ډول دا فکر به هم کوي، که سپين ږيري دی که ځوان، نارينه دی که ښځينه! مرګ خامخا ورته راتلونکی دی.
پورتنۍ خبري دغه تقاضا کوي، چي انسان بايد د خپل ځان د اصلاح په فکر کي ډېر کوښښ وکړي، ټول وخت دي ښه لوري ته  خلک هڅوي، د بدو څخه دي پرهېز او ليري والی کوي؛ ځکه د قرانکريم ارشاد دی:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ﴿آل‌عمران: ١٠٢﴾
ژباړه: اې مؤمنانو! د الله تعالی څخه په حقه وېره سره ووېرېږئ او تر مرګه پوري مسلمانان واوسيږئ.
دمړيني نېټه هيچا ته نه ده معلومه، نو د مرګ لپاره بايد تياری وکړئ. هر وخت د ښو اعمالو فکر کوئ، د فسق او فجور څخه ځان ژغورل د دنيا او اخرت ګټه ده. نېک عمله مسلمان ته  د ايمان په حالت کي مرګ راځي؛ ځکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالْخَوَاتِيمِ.(بخاري: 8261، باب الاعمال بالخواتيم و ما يخاف عنها)   ژباړه: اصل اعتبار خو بس د اخري أعمالو دی.
همدغه ډول نبوي ارشاد دی: ” يُبْعَثُ كُلُّ عَبْدٍ عَلَى مَا مَاتَ عَلَيْه ” (مسلم ۸۷۸۲، کتاب الجنة و صفة نعيمها و أهلها، باب الأمر بحسن الظن بالله تعالى عند الموت).
ژباړه: هر انسان به د قيامت په ورځ په هغه حالت کي راژوندی کيږي په کوم حالت کي چي له دنيا څخه رخصت سوی وي.
2.مرګ همېشه يادوئ او داعقيده لرئ، چي ددې دنيا څخه زما سفر کول يقيني دی او دا داسي سفر  دی، چي بيرته راګرځېدل نسته. د سفر لپاره توښه اوڅه شيان له ځانه سره ضروري دي او د دې سفر توښه پرته د نېکواعمالو بل هيڅ شی نه ده ؛ ځکه نبوي ارشاد دی:  «يَتْبَعُ الْمَيِّتَ ثَلاَثَةٌ فَيَرْجِعُ اثْنَانِ وَيَبْقَى مَعَهُ وَاحِدٌ يَتْبَعُهُ أَهْلُهُ وَمَالُهُ وَعَمَلُهُ فَيَرْجِعُ أَهْلُهُ وَمَالُهُ وَيَبْقَى عَمَلُهُ». (بخاري: ۹۴۱۶)
ژباړه: له مړي سره تر قبره پوري درې شيان ملګري وي؛ دوه شيان بيرته راځي او يو شی له هغه سره پاتېږي: ۱- د هغه اهل وعيال. ۲- د هغه مال او دولت. ۳- د هغه اعمال. (د مړي تر ښخېدلو وروسته)اهل او مال بيرته را ګرځي او عمل ور سره پاتيږي.
3.د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد دی: “فَزُورُوا الْقُبُورَ فَإِنَّهَا تُذَكِّرُ الْمَوْتَ.”(مسلم ۶۷۹). ژباړه: نو د قبرونو زيارت وکړئ؛ ځکه قبرونه مرګ در په يادوي.
دقبر او هدېرې په ليدلوسره انسان ته د اخرت فکر ور پيداکيږي، نو انسان ته په کارده چي د عبرت حاصلولو په خاطر کله ناکله هديرو ته ولاړ سي او د قبرونو زيارت دي وکړي. د دنيا پر فناءکېدو او د هغې د نعمتونو پر بې ثباتۍ، مرګ، آخرت، حساب وکتاب، جزا او سزا باندي بايد ډېر غور او فکر وکړئ.
4. تل د الله تعالی څخه خوف او وېره وکړئ او د هغه سره د الله تعالی رحمت هم په نظر کښي ولرئ او پر الله تعالی ښه ګمان او هغه ته ښه اميدونه ولرئ؛ ځکه نبوي ارشاد دی: ” لاَ يَمُوتَنَّ أَحَدُكُمْ إِلاَّ وَهُوَ يُحْسِنُ الظَّنَّ بِاللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ.”.(مسلم ۷۷۸۲، باب الأمر بحسن الظن بالله تعالى عند الموت).
ژباړه: په تاسو کي دي هيچا ته تر هغه وخته مرګ نه راځي ترڅو، چي د خپل رب جل جلاله په هکله ښه ګمان ونه لري؛ يعني د الله تعالی څخه ښه اميد ولرئ؛ ځکه بنده، چي دالله تعالی څخه څه ډول اميد لري، الله تعالی به هم هغه ډول ومومي او الله تعالی د بنده سره د هغه د نيت موافق فيصله او معامله کوي، نو د الله تعالی څخه صرف ښه اميدونه قائموئ او ساتئ.
5. انسان ته په کارده، چي همېشه په زړه کي دالله تعالی د ملاقات خواهش او آرزو پيداکړي؛ ځکه نبوي ارشاد دی: « مَنْ أَحَبَّ لِقَاءَ اللهِ أَحَبَّ اللَّهُ لِقَاءَهُ».(بخاري، ۳۴۱۶، باب من أحب لقاء الله أحب الله لقاءه. )
ژباړه: د چا چي د الله تعالی ملاقات خوښ وي، الله تعالی هم د هغه سره ملاقات خوښوي.
معلومه سوه د کوم چا سره، چي الله تعالی ملاقات خوښوي او شوق ورسره لري؛ نو هغه کس، چي د دنيا څخه رخصتېږي حتماً په خير او خوبۍ سره ځي او په هغه دنيا کي هم د الله تعالی د مهربانۍ، رحم اوکرم څخه نه بې برخي کيږي. ان شاء الله تعالی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x