شعـــــرونه

ځوانيمرګه سېلۍ

دلته  ګلونه دي درست مړاوې غوټۍ نه غوړېږي
دلته راغلې دجنګــونو ځـــوانيــمـــرګـــه سـېــلۍ

كله پرېږ دي په سوركــوشونډو خندا ګانې دچا
دغليمانو دظلمــونو ځـــوانيــمـــرګـــه سـېــلۍ

دبشردوست په نوم راوستې ده مكارې ناټو
دبې پلوټو بمبارونو ځـــوانيــمـــرګـــه سـېــلۍ

فاسد قــانون ډيمكــراسي راته وړيا راوړې
دفحاشي او ګـنــاهــونو ځـــوانيــمـــرګـــه سـېــلۍ

لا وړي لګــياده ايمانــونه له بدبخــتو ځيني
دغـــلامۍ دمــنـصبونو ځـــوانيــمـــرګـــه سـېــلۍ

دآزادۍ لــه ښكلي بـڼـه سپرلي كـــډه كـــړې
ګرزي په دنګوچنارونو ځـوانيــمرګـــه سـېــلۍ

خدايه ته راولې زمــوږ دشهــيدانو په روى
په قاتلانو دمـــرګــونو  ځــوانيمــرګــه سېلۍ

ځي به ناهيله رنګ به نه كړي دغازيانوكاروان
داشغالګــرو قطــارونو ځـــوانيــمـــرګـــه سـېــلۍ

ته مو په برخه كړې صبرونه دصبرو مالكه !
هم رانه  واخلې دغمونو ځـوانيــمـــرګـــه سـېــلۍ

ورته دېوال كړې ما الهام په هر تخليق  قادره !
چي به راځي په سنګرونو ځــوانيمـرګـــه سـېــلۍ

 
۱۴/۶/ ۱۳۹۲
دڅرخ ولسوالي په نقشبنديه خانقاه كي وليكل شو

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x