نظــر

د شکمنو کسانو د وژني نوې لړۍ

په دې وروسیتوکي دکندهارښاراو ورڅېرمه سیموکي یوځل  بیادمرموزو وژنو لړۍ ګړندۍ شوې ده ،تېره  اونۍ دسهېلي حوزې  دبشري  حقونو خپلواک کمیسیون  وویل چي  دکندهارښارله  بیلابیلو حوزویې د  مخفي  وژنوپه اړه معلومات اوډیري  عارضې ترلاسه  کړي دي .

دبشري  حقونو خپلواک کمیسیون وایې چي  په مرموزه  توګه دوژل  شووکسانووارثان  هره  ورځ  شکایت پاڼي ورته راوړي، دوی وایې چي خپلوان یې   پولیسو له کورونو او دکانونو څخه  بیولي

او څو ورځي  وروسته  یې  بیا مړي موندل شوي دي، لس ورځي وړاندي دکندهارښار  ددوهمي حوزې له یخ کاریزڅخه  پولیسو څلورتنه  بیولي ووچي پنځه ورځي وروسته یې جسدونه په میرویس روغتون کي پیداشول.

دحاجي یارمحمدپه نوم  یوکس   وایې چي  وروریې لس ورځي مخکي  پولیسو ونیواوپنځه  ورځي  وروسته یې جسدپه داسي حالت کي  وموندل شوچي پربدن یې دشکنجوډیري نښي وې ، همدارازیوبل تن تورجان وایې چي پولیسویې زوی ونیواوڅوورځي وروسته یې جسدپه میرویس روغتون کي پیداشونوموړی وایې چي زوی  یې په چړواوبرچووژل شوی ؤ،محمداکبرچي په دغه سیمه کي چوکیدار دی  دسترګولیدلی حال داسي بیانوي  چي :«همدغودواړو وژل شووکسانودبوټولرګیوټال کاوه ،ماښام دپولیسو شین رنګه  ټانګ راغلی اوهمداکسان یې له ځان سره بوتلل دادی چي وروسته یې مړي  په میرویس روغتون کي وموندل شول».  دکندهارښار ددوهمي  حوزې  خلګ وایې چي په دغه شپه دوه نورکسان  هم  پولیسوبیولي چي تراوسه یې دژونداومرګ حال معلوم نه دی .

یوبل کس دمولوي جمعه خان په نامه چي محله نجات کي یې امامت کاوه هم څوورځي وړاندي  پولیسونیولی ؤچي داخترڅخه پنځه ورځي مخکي یې په همدې سیمه کي جسدپیداشوهمدې کس  بیله دې چي ملا اوملاامام  ؤبل جرم !! نه درلود.

دځایې خلګوپه ویناداسي  هم ډیري پیښي رامنځته شوي چي   پولیسود طالبانو سره  دخپلوۍاویااړیکو درلودوپه تور خلګ نیولي  اووروسته یې وژلي دي، همدارازپولیسودځینوکسانوکورونه هم  په همدې تورچي دطالبانوسره رابطه لري  ورنړولي دي.

سیمه ییزخلګ وایې چي : په یادو شوو وژنوکي دکندهار برحاله امنیه قوماندان (رازق )لاس لري   .رازق تردې مخکي هم عام خلګ اوطالبان ترنیولووروسته وژلي اوجسدونه یې په لیروځایونوکي غورځولي چي وارثان یې په میاشتومیاشتوله مرګ اوژوندڅخه ناخبره وي .

دروان ۲۰۱۳ز،کال په  (جون )میاشت کي هم رسنیوداسي راپورونه خپاره کړل چي دکندهار ولايت په  ارغستان ، بولدک او تخته پول  ولسوالیوکي دوه دیرش (۳۲)تنه طالب اسیران  ددغه  ولایت  دامنیه  قوماندانۍ مربوط اوسرحدي پولیسوله خواپه  ډله ییزه توګه وژل شوي دي .

دعیني شاهدانوپه ویناچي :شپږتنه بندیان دارغستان په بالاژړه کي ،اووه کسه شین نري کي  اوپنځه تنه توره ګاره  کي  ،اته تنه دتخته پول ولسوالۍ په بوزوڅوکۍ کي  اوشپږتنه اسیران دبولدک ولسوالۍ په قرارګاکي دامنیه قوماندان (رازق) په شخصي  زندان کي  شهیدان شوي دي .وژل شوي کسان  لومړی په شخصي محبسونو کي شکنجه شوي  اوبیاله  بندخونوڅخه ایستل شوي په ډله ییزه توګه په بیلابیلوځایونوکي په شهادت رسول شوي دي .

په وژل شووکسانوکي زیاتره یې په دې جرم !! دکندهاردچارواکوله لوري له منځه وړل  شوي چي دطالبانوسره په اړیکودرلودوتورن وو  اویادطالبانودکورنۍ غړي اونژدې خپلوان وو،داسي به هیڅ ځای هم نه وي پیښ شوي چي داصلي تورن کس په ګناه دهغه دکورنۍ غړي اوخپلوان سزاشوي اوحتی وژل شوي وي خودکرزي رژیم  دکندهارپه څېرپه نوروولایتونوکي هم همداډول شکمن کسان نیولي اووژلي دي .

په هرصورت دعاموخلګوسره زورزیاتی اود اسیرانوانفرادي اوډله ییزي  وژني  که ظاهرادقوماندان رازق له لوري ترسره کیږي ،خوواقعیت دادی چي دکندهارټول چارواکي په دغه  وژنواوجنایتونوکي شریک دي ،ځکه دالومړی ځل نه دی چي بندیان وژل کیږي اویادولسي خلګوسره ناوړه چلندکیږي  په ځلونوورته پښي ددغه ولایت په مختلفوولسوالیوکي ترسره شوي دي .

میوند سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x