افغانستان

«د افغان مهاجرینو وتلو سره به د پښتونخوا اقتصاد له پښو وغورځيږي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د امت په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې په دې وروستیو کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو لپاره په خپلې ورځپاڼې د پوسټرونو د چاپولو لړۍ پیل کړې ده.

امت ورځپاڼه په دغه پوسټرونو د افغان مهاجرینو د ویستلو او تنګولو سره په اینده او حال کې د راپیدا کېدونکو ستونزو ته د پاکستان حکومت پام اړوي.

تېره ورځ دغې ورځپاڼې یو پوسټر خپور کړی و او په کې یې ویلي وو چې د افغان مهاجرینو د وتلو سره به خیبرپښتونخوا کې د بې روزګارۍ سیلاب راشي، دولتي او شخصي روغتونونه به میلیاردونه روپۍ تاوان وګالي.

د امت ورځپاڼې ادارې لیکلي:

«جلالتمآب لومړی وزیره، د افغان مهاجرينو ديوال مه نړوه!

ته غواړې چې خيبرپښتونخوا کې د بې کارۍ سيلاب راشي؟

ښاغلي لومړي وزیره! ښايي ته نه يې خبر چې له ۲۵ لکو زيات ثبت او ناثبت مهاجرين خيبرپښتونخوا ته تر ټولو زياته ګټه ورکونکي ټولنه ده.

يوازې د دوی د معالجې او دواګانو د پيرلو له کبله دولتي او شخصي روغتونونه ۲ میلیارده روپۍ کلني عوايد لري.

د ورځېني استعمال توکي لکه کالي، پڼې، پګړۍ، خولۍ، لوښي، د کالو وينځلو او نور اړين ماشينان، يخچال، کولر او دغسې نورو سلګونه اړينو توکو د اخيستلو سره د کال له ۱۲ ملياردو زياتې روپۍ د دې ایالت په سرمایو کې زياتيږي.

د ایالتي ترانسپورت دولتي او شخصي رياست د دې مهاجرينو په برکت هر کال له ۱۵ مليارده زياتې روپۍ ګټي، دا روپۍ ټولې د مرکزي ښار او ولسواليو تر منځ او افغانستان ته د تلونکي ترانسپورت د کرايو، ورکشاپونو، بسونو، پلينګوچونو او شخصي موټرانو او پرزه جاتو د پير او پلور او بې شمېره نورو فرعي کاروبارونو له لاري لاس ته راوړل کيږي.

په ټول پښتونخوا ايالت کې له لنډي کوتل نه تر اټک پوري د لارو پر سر لوی او واړه هوټلونه، نانوايي، کباب فروشي او نور د خوراک او څښاک له ۱۵ زره زياتو مرکزونو لوی شمير د همدې مهاجرينو له امله خلاص او په کار لويدلي دي، په يادو مرکزونو کې د ايالت له ۲ لکو څخه زياتو خلکو ته د کار کولو فرصت برابر شوی، له دې علاوه د اړوندو فرعي ضرورياتو د عرضه کونکو او ټيکه دارانو کارونه هم د يادونې وړ دي، په دې توګه افغان مهاجرين بالواسطه له ۲ لکو د زياتو کورونو د نغری ګرم ساتلو سبب دي.

يوازي په پيښور ښار کې د لویو او وړو کورونو، پلازو، دفترونو، دوکانونو، مارکيټونو، مېلمستونونو او د ودونو د سالونونو خاوندان هر کال له ۵ مليارده زياتې کرايې د همدې مهاجرينو له لاري خپلو جيبونو ته اچوي، که د ټول ايالت عايد وشميرل شي نو د دې څو جنده جوړيږي.

ښاغلي لومړی وزیره! دا معلومه خبره ده چې که افغان مهاجرين بيرته لاړ شي نو خيبر پښتونخوا کې به د غربت او بې کارۍ سيلاب راشي، او تاسي پوهيږئ چې د خلکو د خولې ګوله ترې واخيستل شي نو هغوی ترهګرۍ او سختدريځۍ ته مخه کوي.

د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د افغان مهاجرينو ديوال مه نړوئ.»

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close