دوستم: هیڅکله به د ولسمشرۍ معاونیت چا ته پرېنږدم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال عبد الرشید دوستم وايي چې د ملي یووالي حکومت تر پایه به له خپلې دندې لاس په سر نه شي، او هیڅکله به د ولسمشرۍ د معاونیت چوکۍ بل چا ته پرېنږدي.

جنرال دوستم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د راپورونو له مخې امریکا غواړي چې د دوستم پرځای ډاکټر عبدالله د ولسمشر لومړی مرستیال وټاکي. د باوري سرچینو په وینا امریکا په دې هڅه کې ده چې دوستم ته قناعت ورکړي ترڅو ډاکټر عبدالله ته د معاونیت له چوکۍ تېر شي، خو نوموړي تر اوسه قناعت نه دی کړی.

امریکا جنرال دوستم ته وړاندیز کړی چې که ډاکټر عبدالله ته خپله چوکۍ پرېږدي، نو امریکا به د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست نوموړي ته د ولسمشرۍ د معاونیت په بدل کې ورکړي.

خو جنرال دوستم دغه وړاندیز رد کړی او په خپلو تازه څرګندونو کې یې ویلي دي چې نوموړی د ولس د رایو په اساس د جمهوري ریاست مرستیالۍ ته رسېدلی، او تر څو چې د حکومت موده پای ته نه وي رسیدلي، نوموړی به دغه چوکۍ بل چا ته پرینږدي او تر اخیره به پرې ټینګ پاتې شي.

د اشرف غني او ډاکټر عبد الله ترمینځ د شوي قرارداد له مخې د ملي یووالي حکومت موده دوه میاشتې وروسته پای ته رسیږي، ټاکل شوې وه چې دوه کاله وروسته به په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره لویه جرګه رابلل کیږي او اجرائیه ریاست ته به قانوني بڼه ورکوي.

خو اوس چې دغه موده په پوره کېدو ده، امریکايي چارواکو هڅې روانې کړي ترڅو مخکې له دې چې حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړي، یوه بله چاره پیدا کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «جان کیري» د روان میلادي کال په لومړیو کې اعلان وکړ چې د دې حکومت موده پنځه کلونو ته وغځېده.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد یو شمېر سیاسي کړیو لا له وړاندې د روان حکومت د برخلیک په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې حکومت باید د خپلو دوو کلونو تر پوره کېدو وړاندې د ټاکنو غم وخوري.

د کورنیو چارو پخواني وزیر او د حراست او ثبات ټولنې غړي «عمر داودزي» ګډ حکومت «مېلمه» بللی او ویلي يې دي چې تر دوو کلونو پوره کېدو وروسته افغانان د دې مېلمه کوربه توب نه شي کولی.

دغه راز د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار «رنګین دادفر سپنتا» هم څرګنده کړې چې که تر راتلونکو دوه میاشتو پورې لویه جرګه راونه غوښتل شي نو حکومت به «په مطلق ډول» خپل مشروعیت له لاسه ورکړي. نوموړي ګواښ کړی چې تر پنځو کلونو پورې په افغانانو د دغه حکومت تپل به د ولس غبرګونونه راوپاروي.

هېره دې نه وي چې د ملي یووالي حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «جان کیري» له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کیږي، چې د تهداب خښته یې د امریکا په سفارت کې د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمینځ د یوې سیاسي معاملې په پایله کې کېښودل شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د