نظــر

مولانا فضل الرحمن د کرزي په غېږ کې!

په انسان باور نه دی په کار، حالات او شرایط ډېر ځله موازین او معاییر یو په بل سره ولي! پرون مولانا فضل الرحمن د طالبانو کلک ملاتړی و، یا په بله اصطلاح نېږدې خېښ یې و، خو کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ،مولانا صیب اعتکاف ته مخه کړه؛ ځکه د امریکې یرغل دروژې په مبارکه میاشت کې و، او روژه هسې هم د اعتکاف لپاره غوره میاشت ده! خصوصا وروستۍ لس ورځې یې. ځینې صوفیه کرام څلويښت شپې اعتکاف کوي، له روژې لس ورځې مخکې یې پیلوي بیا تر اختره پورې! په دې وخت کې مولانا صیب هم صوفي توب ته مخه کړه!

امریکه جمع یاران وروسته له ډېرو بمونو وورولو، کلیو او کورونو ورانولو! په زرهاوو افغانان له وژلو! په مجموع کې د طالبانو د حکومت له ړنګولو راغله! مولانا صیب او ملګرو یې غوږ نیولی و چې د سر خیر په څه کې دی! طبیعي خبره ده چې په داسې یو حالت کې مادي خیر یا خو د زورور په ترخ کې وي او یا کم تر کمه په پټه  خوله پاتې کېدو او له کمزوري څخه په نه دفاع کې! او دا تحمل اخف الضررین دی، مولانا صیب هم په همدې اصولي قاعده عمل وکړ!

که څه هم چې د مولانا فضل الرحمن صیب ژوند ټول حکمت حکمت دی، خو په ځانګړي ډول یې د امریکې او طالبانو د دولس کلنې جګړې په جریان کې له ځانګړي حکمت نه کار اخیست! که له یوې خوا د یو مسلمان په حیث د مولانا صیب مسولیت دا و چې د کفر په مقابل کې یې له اسلام او مسلمانانو نه دفاع کړې وای، خو بل طرف ته بیا سب سی پهلې پاکستان او پاکستان سې پهلی اپنې جان خبره وه! که څه هم چې د ذلت له ژوند نه د عزت مرګ ښه دی خو ځینو ځینو ته د ذلت ژوند په ګڼو حکمتونو پوښلی وي!

طالبان په فکري لحاظ له مولانا صیب سره یو څه تړاو لري، بلکې ځینې خو مولانا صیب د طالبان فکري مرشد او مشر بولي، که نه، په دیوبندیت کې خو دواړه سره یو دي! خو عجیبه دا ده چې طالبان د مولانا صیب په څېر حکیمان نه دي! طالبان بهر ته د ښځو په راوتو! په زده کړو کولو او حکومتي دوایرو کې یې په کارکولو! کلک کلک بندیزونه لګوي! خو مولانا صیب نور خو څه چې دحکمت له مخې به یې آن د بې نظیرې د لکۍ بیخ بویولو! هغه تر مخ او ده به له شا چوکه پسې اخیستې وه! نه د پاکستان علماوو بد پرې ویل! نه یې خلکو! او نه د مولانا صیب پلویانو! طالبان ږیره خریلو ته د فاسق او باجر په سترګه ګوري! مخ ترې ګرځوي! خو مولانا صیب خپله مبارکه ږیره د نورو ږیر خریلو په کانکريټ شویو مخونو ور موښي! تر څو د هغوی هم ږيرې را شنې شي!!

   د طالبانو په اعلامیو او د مشر په اختریزو پیغامونو کې یې بار بار راځي چې له کرزي او حکومت سره یې ناسته پاسته ناروا او د امریکې له خوا دافغان ولس د خاورې اشغال ته قانونیت ور کول دي! خو بل لوري ته ګورو چې مولانا صیب نېغ له مولانا کرزي سره ناست دی! آخر سړی نه پوهېږي چې دا طالبان ولې له مولانا صیب نه حکمت نه زده کوي! مولانا صیب بار بار د حکمت نارې وهي! بلکې په ګڼو ډولونو د خپل نادر حکمت جالب مظاهر نندارې ته وړاندې کوي! خو طالبان وايي چې نه! زمونږ دنده وهل دي او حکمت به مولانا صیب را ته کوي!

   دا چې طالبان ولې له کرزي سره ناسته پاسته ناروا او غیر شرعي عمل بولي؟ آیا خبره په رښتیا د روا او ناروا ده؟  خبره په رښتیا اشغال ته قانونیت ور کول او ترې اخیستل دي؟ او که نه خبره د د پېښو په اړه تر ژور فکر نه کولو! او د ولس او هېواد د مصالحو په اړه د مسولیت تر عدم احساس پورې تړاو لري!

   که کرزي او حکومت ته یې ورتګ ناروا او ناسته ور سره غیر شرعي عمل وي ! نو مولانا صیب خو د حکمت له مخې دا کار دا دي وکړ! او که خبره اشغال ته د قانونیت او نه قانونیت ور کول وي! نو دا دي اشغال ته خو یې قانونیت ور کړ!

  که له کررزي سره د مولانا صیب کېناستل روا وي، نو بیا د طالبانو ولې ورسره ناروا دي؟ که مولانا صیب ته له مجبوریت او یا د خپل هېواد د مصلحت له وجې روا وي چې له کرزي سره کښېنې! طالبان ولې د خپل مجبوریت او خپل هېواد او ولس د مصلحت په اړه فکر نه کوي؟  که د مولانا صیب مجبوریتونو او ملي مصلحتونو ته په اسلام کې مخه وي! د طالبانو مجبوریتونو او مصلحتونو ته ولې لاره نشته!؟

 دا په داسې حال کې چې د مولانا صیب مجبوریتونه او مصلحتونه جدي او ضروري دي که دطالبانو؟ مولانا صیب په خپل کور او کلي کې په سرو سترګو ګرځي! نه یې څوک له کلي شړي او نه له کوره! نه يې څوک ګوانتانامو ته وړي او نه یې کوم بل زندان ته اچوي! خو بیا هم مصلحتونه پالي! طالبان چې نه په خپل کور او کلي کې اوسېدای شي او نه دبل! هم ګوانتانامو پرې ډکه ده، هم د خپل هېواد زندانونه اوهم د ګاونډیانو! ولې بیا هم مصلحتونه په نظر کې نه نیسي!! لکه خبره چې هغه د یک بام و دو هوا وي!

  که مولانا صیب د ځینو احتمالي ستونزو او چلنجونو له وجې د مصلحت دروازې پرانیستلی شي! طالبان ولې د ډېرو حقیقي او واقعي ستونزو او چلنجونو له مخې چې همدا اوس ور سره لاس او ګرېوان دي د مصلحت یوه دروازه نه شي پرانیستلی؟!

  که مولانا صیب له مولانا کرزي سره د طالبانو د مصلحت لپاره کښېني، طالبان ولې دومره ظرفیت نه لري چې خپله د خپلو او د خپل ولس د مصلحتونو لپاره له کرزي سره کښېني! طالبان چې د مولانا صیب او د مولانا صیب د یارانو  په سپارښتنه له کرزي او یارانو سره تماس ټینګوي ولې خپله د نیغ په نیغه تماس په اړه فکر نشي کولی؟!

   که مولانا صیب ته دا روا وي چې د خپلو محدودو مصلحتونو له وجې له عامو اسلامي مصلحتونو نه تېر شي! یوازې طالبان له کومه ځایه! د کوم آیت او کوم حدیث پر اساس په دې مکلف دي چې د ټول اسلامي امت بار ته دې اوږه ور کړي! او هغه هم د خوار او غریب، دربدر، غم ځپلي! درېدلي، کړېدلي، زخمي او مظلوم افغان ولس د وینو په بیه! آیا یوازې افغان مظلوم ولس په ټوله نړۍ کې د اسلامي خلافت په راوستلو مکلف دی؟ او که ټول اسلامي امت په مجموع کې! هر هېواد، او هر ولس په خپل خپل ځای کې!

 آیا معقوله او ممکنه ده چې د لاس یوه ګوته د څلورو نورو ګوتو دنده هم اجرا کړي؟ او که هره ګوته د خپل وس او توان مطابق باید خپله خپله دنده اجرا کړي؟ ددې پر ځای چې د ټول لاس دنده یوې ګوتې ته سپارل کېږي او په دې اړه فکر کېږي، ولې په دې اړه فکر نه کېږي  چې څه رنګه او په څه ډول ټولې ګوتې په حرکت راشي!

 زه افغان مظلوم ولس په دې نه ژاړم چې ولې وژل کېږم! ولې زنداني کېږم! ولې وهل کېږم، ټکول کېږم! ولې پر خوله خوله وهل کېږم! دا ټول زما د تېر تاریخ یوه برخه ده! او په راتلونکي کې به هم له دېته ورته پېښو سره مخ کېږم خو دا مي ژړوي چې مولانا صیب ولې زما له هغه دښمن سره په یوه کاسه شوروا خوري چې دا ټولې ستونزې د هغه له لاسه ما ته را پېښې دي! ما ته وايي له کرزي سره ناسته ناروا خو خپله په پستو کوچونو کې غېږې ور سره نیسي!!    زما بچیان ولې دومره سر ناخلاصه دي چې د خپلو ګټو او مصالحو په اړه فکر نشي کولی! هغه څوک چې د ټولو مسلمانانو د ورورګلوۍ خبرې کوي! ولې یې خپله عملا نشي ثابتولی! ولې ما تېر باسي! ما ته وايي دا د امریکې غلام دی!  تا ته کیناستل او خبرې کول ور سره ناروا دي! خو ما ته روا دي! ځکه چې زه، زه یم او ته، ته یې!

پیاوړی افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x