افغانستان

امریکايي لیکوال: افغانستان د امریکا تر ټولو اوږده او ناکامه جګړه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د لوس انجلس ټایمز په نامه امریکايي ورځپاڼه کې یوه لیکوال د امریکا د ولسمشرۍ پر کاندیدانو د نیوکې په ترڅ کې ویلي دي چې دوی خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې په افغانستان کې د امریکا پر جګړې هیڅ تبصره نه کوي، کومه چې په روانې پيړۍ کې د امریکا تر ټولو اوږده او تر ټولو ناکامه جګړه ده.

نوموړي په دواړو کاندیدانو غږ کړی چې باید د افغانستان د جګړې په اړه خپله تګلاره امریکایانو ته واضحه کړي.

د «اندریو باسیویچ» په نامه دغه لیکوال وايي چې د افغانستان جګړه اوس شپاړسم کال ته غځیږي، او راتلونکی ولسمشر ته به دغه بې پایه جګړه په میراث پاتې شي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان جګړې اهمیت ته په پام سره په امریکا کې هر وګړی دا تمه لري چې د ولسمشرۍ کاندیدان به په دې اړه یو څه ووايي او خپله تګلاره به واضحه کړي چې څرنګه به دوی وتوانیږي چې دغه ناکامه جګړه وګټي او یا اقلا د نورې جګړې مخه ونیسي او یا له دغه هیواده پښې سپکي کړي.

لیکوال ویلي چې تر اوسه هم دواړه کاندیدانو «ډونالډ ټرمپ او هیلاري کلنټون» په خپلو اوږدو اوږدو انتخاباتي کمپاینونو او ویناګانو کې د افغانستان موضوع ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

ناکامې پوځي مداخلې:

امریکايي لیکوال څرګنده کړې چې نه له «ډونالډ ټرامب» او نه هم له «هیلاري کلنټون» څخه دا تمه لري چې په افغانستان کې د امریکا د وروستۍ ناکامۍ او همدارنګه د امریکا د پوځي مداخلو له امله د رامینځته شوې نهیلۍ د توجیه کولو لپاره کوم قانع کوونکی دلیل وړاندې کړی شي.

لیکوال زیاتوي: «امریکایان او ورسره ایتلافیان په افغانستان کې د ټولو قربانیو او تر یوه ټریلیون ډالرو زیات مالي لګښت سربېره ونه توانېدل چې په هیڅ یوه برخه کې دې بریالي شي، اوس هم د افغانستان حکومت په خپلو مصارفو کې ۷۰ سلنه پر بهرنیو مرستو تکیه لري، پر ځان باندې د اعتماد هیڅ وړتیا یې نه ده ښودلې، د فساد سره جګړې یې هم هیڅ پایله ورنه کړه، د تاریاکو کښت تر پخوا زیات شوی او افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه هیرویین تولیدوي، او د طالبانو تحریک تر پخوا ډیر قوي شوی دی».

د لیکوال په اند، په عمومي ډول د افغانستان اوسنی وضعیت د امریکا د سیاسي ماتې ښکارندويي کوي لکه څرنګه چې يې په عراق کې ماتې خوړلې، چیرې چې جګړه او ګډوډي ده او هیڅوک یې د پایلي په اړه وړاندوینه نه شي کولای.

امریکايي لیکوال وايي چې د افغانستان یوه داسې جګړه ده چې ډیره پاملرنه غواړي، ځکه چې د سپتمبر ۱۱ وروسته دا لومړۍ جګړه ده چې امریکا یې د خپل امنیت ساتلو په خاطر په بهرنۍ نړۍ کې پرمخ وړي، د لیکوال په وینا، د دغې جګړې اساس دا وو چې یوازې به د امریکا امن ګواښوونکي نه ځپل کیږي، بلکې پر ځای به یې داسې سیاسي نظامونه رامنځته کیږي چې لیبرالي او دیموکراتیک ارزښتونه ورسره وده وکړی شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x