شعـــــرونه

غزل/ حمدالله حلميار

حمدالله حلميار

ناست مې د هیلو هدیره کې یمه
ستا د یادو په جزیره کې یمه

لا مې ستا تت غوندي تصویر په یاد دی
لا خو د ژوند په دایره کې یمه

زه د یو مړاوی ګل په څیر یمه چي
راټوکیدلی په مِیره کې یمه

حلمیار ګیر د اسویلیو په څیر
د چا دعا د چا ښیره کې یمه

حمدالله حلمیار
۲۰۱۶/۸/۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx