نظــر

زمونږ د شاتګ او د لويديځ د پرمختګ راز په څه کې دی؟

عبدالرحمن

کله چې په غرب کې یو کتاب بازار ته وړاندي شي، په یوه ورځ یې په ملیونونو نسخې خرڅي شي، دې ته وايي د کتاب سره مینه او دې ته وايي د پرمختګ راز. کله چې په غرب کې د کتاب لوست کم شي، هغوی بیړنی حالت اعلانوي، د کتاب لوستلو رنګا رنګ مسابقې اعلانوي، راډیو، تلویزون، مکتبونه او ورځپاڼي ټول د کتاب پر اهمیت غږیږي، د کتابونو لیکوالانو سره مرکې کوي، هغوی ته اهمیت ورکوي، د هغوی کار ستايي ، د هغوی د کتابونو پر منځپانګه پوښتني مطرح کوي او خپل ولس دې ته اړبا سي چې د کتاب په وړاندي تجسس را وپاروي او خلک یې لوستلو ته اړایستل سي.

ددې تر مخه د کتابونو د لوستلو په اړه د شرقي او غربي نړۍ تر منځ ډیري پرتلې شوي، همداسي بیا په شرق کې د جاپان، چین غوندي پرمختللیو هیوادونو د ولسونو او عربي نړۍ غوندي هوسا ژوند لرونکو او استهلاکي فکر لرونکو تر منځ پرتلې شوي چې د ځمکې او اسمان تر منځ غوندي فاصله سره لري او همدا پرتله که چیري زمونږ د سیمي هیوادونو ته راسي، لکه افغانستان، ایران او پاکستان، نو بیا خو شاید پرتله د ځمکې او اسمان دوچنده برابرۍ ته ورسیږي.

مونږ چې کتابونه چاپ کړو، خلک خبریږي هم نه چې څه مو چاپ کړي، چیرته مو چاپ کړی، اکثره لیکوالان د خپل جیب په خرڅ باندي کتاب چاپوي او بیا یې د یوې مکتبې څخه تر بلي په شا ګرځوي که یې څوک په خپله مکتبه کې د خرڅلاو لپاره کښيږدي، خو اکثره نسخې یې داسي کسانو ته په تحفو او د لیکوالانو د ډالیو په متن ولاړي سي چې کله یې هم بیا د را پورته کولو تکلیف نه کوي، چې له امله یې لیکوال نهیلۍ او د بیا کتاب لیکلو او چاپولو له ډاره ځان یو خواته ګوښه کړي.

زه خپله چې په یو عربي هیواد کې اوسم، دلته هر کال د کتابونو د خرڅلاو میله لګیږي، چې د حکومت له خوا په ډیر اهتمام او د وزیرانو تر کچي خلکو په وجود کې پرانیستل کیږي ، ډیر کله میلمانه ولسمشران هم ورته را بلل کیږي، خو کتابونه به هغه ښه په کښي خرڅیږي، چې یا غزل وي، یا د عربو په ځايي لهجو په ګډوډ تورو بیخونده شاعري وي، د تلیفون او واټس اپ مسیجونه به وي، د ټویټر او فیسبوک لپاره به کوچني کوچني پوسټونه وي، او یا به هم د اشپزخانې د پخلي تجربې او طریقي وي.

دا خبري می تر دې را یادي سولې چې همدا اوس په غرب کې د یوې خیالي کیسې (ناول) یو کتاب چاپ شوی، چې د هاري پوټر په نامه ناول د لړۍ اتم نمبر کتاب دی، لیکواله یې وايي چې دا به یې وروستی کتاب وي. ددغه ناول کیسه پر یوه هلک باندي را ګرځي څوک چې د سحر او جادو په نړۍ کې ژوند کوی، هلته خپل ځان ورته مالومیږي چې دده جادو زده دی..

د وروستي کتاب سرلیک دی: هاري پوټر او جادوی شوی هلک یا مسحور هلک. د وروستیو راپورونو سره سم په لومړیو دوه درې ورځو کې یوازي په امریکا کې ددغه کتاب تر دوه ملیونه زیاتي نسخې خرڅي شوي، په برتانیا کې تر ۶۸۰ زره نسخې او همداسي په نورو هیوادونو کې ټولي هغه مکتبې چې ددغه کتاب د خرڅ جواز یې له مخکي لرلو، وايي چې دوی خپلي ټولي نسخې ایستلي، څوک چې د کتاب غوښتنه کوي هغوي دي انتظار وکړي تر څو بل ځلي چاپ او مکتبو ته را ورسیږي. که څه هم دا یو ناول دی او ټوله کیسه یې خیالي ده، خو ددې څخه مالومیږي چې د لیپ ټاپ، موبایل او ټابلیټ جوړونکي د ورقي کتاب سره څومره مینه لري او مونږ څرنګه ورقي کتاب خوشي کړی او سترګي مو په سکرین باندي خښي کړي دي، تر دې پوري چې اوس ډیری خلک مو قرآن کریم تلاوت هم پر هغه سکرینونو باندي کوي چې وروسته یا مخکې باندي د ښځو نڅا ویني او یا خپل بل مسلمان ورور ته باندي ښکنځلي کوی یا ورته بد رد لیکي، که داسي نه کوي نو غیبت خو به خاماخا باندي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x