شعـــــرونه

غزل: بريښناوي ډكي وريځي اورېدوته نه پريږدي

غزل

بريښناوي ډكي وريځي اورېدوته نه پريږدي
سېلۍ غوټۍ ګلونه غوړېدوته نه پرېږدي

ظالم ندى نوڅه دى چي په زوره دى راغلى
مظلوم پخپل كاله كي ژړېدوته نه پريږدي

دابداوسپك عادت دى  دكارګانو له ازله
په باغ كي چي بلبل وچڼېدوته نه پرېږدي

دځان وڅيرېدوته يې وركړيده بلنه
ګيدړدغروزمريان وتېرېدوته نه پرېږدي

په مړزګه له آزاره ده نصيب  دتپوس ناسته
كوترې په هوا كي نڅېدو ته نه پريږدي

په پټه څو ډارنوازاريانودى هوډكړى
سرتيري به په چم كي ګرزېدوته نه پرېږدي

دتينګ ايمان خاصيت دى چي هيڅ وخت وغيرالله ته
سرونه ضميرونه ټيټدوته نه پرېږدي

ترڅوچي دشهيدګناوې درستي تويې نه شي
ملكي  يې ترهغونړېدوته نه پرېږدي

نادان دى نه پوهيږي ترې ګيله نكړم الهامه
 تربورچي مي دشعرجوړېدوته نه پرېږدي

سيداحسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x