شعـــــرونه

نظم/ محمدالله مهجور

محمدالله مهجور

جنګ اوږديږي
جنګ توديږي
جنګ رېښې لري غځيږي
جنګ له جنګ ځیني زېږيږي
جنګ په جنګ سره لوييږي
جنګ په جنګ نه ګټل کيږي
جنګ له بېخه تباهي ده
جنګ وژل دي جنګ وراني ده
جنګ یو سترعبادت هم دی
جنګ غیرت شجاعت هم دی
جنګ جهاد او غزا هم ده
جنګ عزت اوبقا هم ده
چې دا ژوند وي دا نړۍ او دا زمان وي
چې په زمکه کافران منافقان وي
چې ژوندي دابوجهل لارویان وي
چې مغزو کې فرغونی فکر ودان وي
چې شیطان ابنِ شیطان ابنِ شیطان وي
نو جهاد به ترقیامت پوري روان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x