نړۍ

ایراني پولیس مسافر افغانان لوټي – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د ایران په پلازمینه طهران کې هغه افغان مسافر چې د لاس په مزدوري د خپل کورنۍ لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي، په دې وروستیو کې د ایراني عسکرو له لوري زوریږي او شتمني یې لوټیږي.

د ایران څخه یوه مسافر نن ټکی اسیا ته یوه ویډیو رالیږلي چې په کښي د مسافرو یوه کوټه ښکاري، چیري چې ایراني عسکرو تلاښي کړې، پيسې او قمیتي شیان یې له ځانه سره وړي دي، او کوټه یې ګډه وډه پرې ایښې ده.

په ویډیو کې یو افغان ځوان چې کالي یې پرې او بکسونه یې خلاص پراته دي، وايي چې زیاتي پیسې یې ایراني پولیسو غلا کړي دي.

سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې ایراني عسکر د مسافرو کوټو ته راځي، له ځانونو سره یې خپلو مرکزونو ته بیايي او په کوټه کې دننه یې تر تلاشي وروسته هر څه قیمتي سامانونه چور کوي.

نن ټکی اسیا ته را لیږل شوې ویډیو په لاندي ډول ده:

Posted by nunn.asia on Sunday, August 7, 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x