نظــر

د ای اس ای سیاف او د ایساف سیاف!

وخت په وخت په هر کور، هر کلي، هره ټولنه، هره سیمه او هر هېواد کې یو یو مردار مرغړی وي، په افغانستان کې سیاف په دې وروستۍ کې یو په یو مست شو! هوا ګزولو ته یې ملا وتړله، تر دې حده چې د سرو کفارو په وړاندې مقدس جهاد یې ناروا وګڼلو!

 ددې تر څنګ دا دي اوس په پاکستان کې د ای اس ای سیاف ( فضل الرحمن )  د  ایساف د سیاف په پله عملا پل کېښود! سیاف که هر څو اوتې بوتې وویشتې، په عامو خلکو کې یې اثر دومره نه و ځکه چې ټول خلک پوهېږي چې نوموړی له پیله له اشغالګرو سره ولاړ دی، د هغوی په ګټه خبرې او کړنې کوي.

خو خبره د مولانا سیاف ده، نوموړي اګر چه د استاد سیاف په څېر خبرې و نه کړې، خو عملا یې داسې څه وکړل چې کېدای شي استاد سیاف یې په ګرد پسې هم ور ونه رسېږي! ځکه مولانا سیاف تر پرونه د افغانستان د اشغال مخالف و! د دولسو کلونو په ترڅ کې یو ځل هم افغانستان ته رانغی، که څه هم چې نوموړي په ښکاره د مجاهدینو ملاتړ نه کولو، خو ښکاره مخالفت یې هم نه کولو! مګر یو په یو یې کرزي ته ورتګ او له نوموړي سره لیده کاته هغه ناڅاپي او هیجاني ګام و چې ټول یې هک پک حیران کړل! اګر چه هغه څوک چې د مولانا سیاف ماهیت او شخصیت پېژني پوهيږي چې نوموړی که له دې هم ور اخوا د نوادرو باب پرانیزي څه د تعجب خبره نه ده! ځکه چې له بې نظیري سره یې زړه یارانه سړي ته ښيي چې نوموړی هرې لوبې ته تیار دی، خو په دې شرط چې ده ته یو څه شوړه پکې برابره وي!

ډېره لیرې نه ده چې له کرزي سره د مولانا سیاف ګوتې خوږول د ای اس ای د هڅو زیږنده وي، هغه که په رضا وي که په زور! خو مولانا سیاف یې د کرزي حضور ته ور ولېږلو.

که څه هم چې حق باید په رجالو ونه پېژندل شي، خو عام خلک حق په رجالو پيژني، ځکه چې رجال رموز دي، که دحق وي که د باطل، ډېر ځله یوه لاره ښه وي خو چې غلط خلک پرې روان شي د خلکو نفرت ترې کېږي، او په دې لاره بیا نه ځي، او ډېر ځله یوه لاره ډېره بده وي خو چې ښه خلک پرې روان شي، عامو خلکو ته هم تر پام ښه ورځي! ځکه خو ډېر ځله د یو کس بد کړه وړه د ډېرو نورو د بې لاریتوب سبب ګرځي، او ډېر ځله د یو کس ښې کړنې د ډېرو د هدایت سبب ګرځي!

  له همدې کبله علمای کرام فرمايي چې عام خلک که په ځينو مواردو کې په رخصت عمل کوي، څه خبره نه ده، خو کله کله د علماوو لپاره په عزیمت عمل کول لازم وي، ځکه چې په داسې یو حالت کې که علما په رخصت عمل کوي د عامو خلکو د ګمراهۍ سبب ګرځي.

ددې لپاره د امام اعظم ابو حنیفه او امام احمد بن حنبل رحمهما الله  تعالی مثالونه وړاندې کېږي، ویل کېږي چې امام اعظم ابو حنیفه ځکه د جعفر منصور زور ته غاړه کېنښوده، وهل، ټکول او زندان یې قبول کړ، چې هلته د یو ظالم حاکم او یو مظلوم عالم تر منځ د ټکر خبره وه، که امام صیب د جعفر منصور خبرې ته غاړه ایښې وای نه به وهل کېدو او نه به زندان ته تللو! خو په دې سره به د جعفر منصور حکومت ته هغه قانونیت او حقانیت ور په برخه کېدو کوم چې امام صیب اعتراف نه پرې کولو! ویل کېږي چې امام صیب د خلافت حق د اهل بیتو حق ګڼلو! ځکه خو یې له هغوی سره مرسته هم کوله! او جعفر منصور هم په حقیقت کې دهمدې مرستې سزا ورکوله، هسې یې د قضا منصب نه منل یوه بهانه ورته جوړه کړه! که امام صیب د جعفر منصور دحکومت قضايي منصب منلی وای، خلکو به ویل چې حکومت په رښتیا هم د جعفر منصور قانوني حق و، ځکه دا دي امام صیب یې په حکومت کې کار کوي، که دا سم نه وای نو امام صیب غوندې کس به ولې ور سره درېدلو! او امام صیب دې باریکۍ ته پوره متوجه و! ځکه خو يې د حاکم خبره ونه منله!

همدا رنګه امام احمد بن حنبل صیب، چې د قرآن کریم د مخلوقیت خبره یې نه منله، او د هارون الرشید زوی مامون الرشید زندان ته واچولو، تر دې چې د وهلو ټکولو صرفه هم پرې ونه شوه! چا امام احمد بن حنبل ته وویل چې ددې لپاره چې له دې مشکلاتو نه خلاص شې، له حکومت سره له تعریض نه کار واخله! او هغه داسې چې دا درې ګوتې ونیسه او ووایه چې: ( إن التوارة والإنجيل والقرآن, والله إن هذه الثلاث مخلوقة ) له توارت سره یوه ګوته را غونډه کړه، او له انجیل سره دوهمه او له قرآن سره دریمه، او بیا په دا درې واړو ګوتو اشاره وکړه او ووایه چې والله دا درې واړه مخلوق دي، دلته به ستا هدف دغه درې ګوتې وي، او دا یقینا چې مخلوق دي، او جانب مقابل به داسې ګومان وکړي چې تا توارت، انجیل او قرآن وښودل چې مخلوق دي، نور به له جنجال نه خلاص شې!

ویل کېږي چې ځینو نورو علماوو په همدې توګه د وخت د حکومت له ظلم نه ځان خلاص کړ، خو امام احمد بن حنبل صیب ویل چې نه! دا سمه ده چې زه به په دې توګه ځان له وهلو او زندان نه خلاص کړم، خو په ملیونونو خلق به د دوزخ کندې ته واچوم!  ځکه زه په خلکو کې ډېرمحبوبیت لرم، خلک صرف همدې ته منتظر دي چې زما له خولې واوري چې قرآن مخلوق دی، هغوی زما له زړه څه خبر دي چې زما هدف ګوتې دي او که توارت او انجیل او قرآن؟! ځکه خو زه نه غواړم چې د ځان د راحت لپاره نور خلک په زحمت ګرفتار کړم! او هغه هم د آخرت زحمت!

ای کاش، نن ورځ د وخت له سیافانو سره دا ډول احساس وای! دوی په همدې ځان ته دوکه ور کوي چې، ځه مبهمې او محتملې خبرې اوکړنې کوه، که چا را نه پوښتنه وکړه، او یا د آخرت په ورځ الله جل جلاله پوښتنه را نه وکړه، نو زه به ورته وایم چې زما مطلب خو دا نه و، زما مطلب دا و، دا چې خلک زما په مطلب نه دي پوه شوي هغه خو زما ګناه نه ده! خو خبر نه دي چې دوی همدا اوس پوهېږي چې خلک د دوی له خبرو او کړنو منفي تاثر اخلي! خو بیا هم مشبوهې کړنې او مبهم تحرکات کوي!

الله دې ټولو ته دنیکو هدایت وکړي. آمین.

زلمی هېواد وال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x