نظــر

یو کال وروسته حقائق څه دي؟

زخمي افغان

تېر کال همدا شپې ورځې وې چې د اسلامي امارت د مؤسس او زعیم مرحوم ملا صاحب د وفات خبر ډاګیز شو، د هغې درنې شپې هیبت او وارخطایي مې اوس هم په یاد ده چې په لومړي ځل په یقین سره د ملا صاحب د وفات له حادثې خبر شوم. دا نو هغه خبره وه چې زما غوندې یو طالب یې له تصور څخه لړزېدو، مګر اوس د تقدیر فیصله وه چې باید په پټو سترګو مو منلې وای.

د ملا صاحب د وفات خبر داسې مهال ډاګیز شو چې د طالبانو تحریک د بل هر وخت په نسبت له سختو او څو اړخیزو ازمونونو سره مخامخ وو، د نړیوالو فشارونه چې طالبان یي په زور د خبرو میز ته کینول، د داعش او بغدادي بغاوتونه چې په اسلامي امارت یي له شا د خنجر ګوزارونه کول او د تکفیر کرغیړنه ټاپه یې را ایستلې وه،په همدې مهال کې د نامردو همسنګرو تخلف چې داعش ته په اوښتو یي په امارت پسې زهرجن تبلیغات پیل کړي و، او په دې سرباری د دښمنو رسنیو تبلیغاتي جنګ چې درګرده یي شکونه او افواهات زیږول.

په همداسې شرایطو کې چې د امارت د مؤسس دوفات خبر اعلان شو، ورسره د طالبانود خوځښت په اړه د تبصرو، وړاندوینو او اټکلونو بهیر هم پیل شو، هر د ژبې او نظر خاوند دا پیشګویي صادره کړه چې نور نو د طالبانو خوځښت د انقراض منزل ته رسیدلی دی او زر ده چې د تاریخ برخه وګرځي.

د کابل د ټیلویزنونو له حرفوي او وزګارو صاحب نظرانو نیولې، بیا د وال سټریټ او نیویارک ټایمز تر مبصرینو پورې ، ټولو په دې خبره شخوند واهه چې راتلونکی کال به د طالبانو د زوال او له منځه تګ کال وي. اوس مې هم په یاد دي چې په هغه ورځ په کابل کې د شورای نظار ورځپاڼې ماندګار د خپل لومړني مخ نصف اعلی په دې عنوان نیولی و چې ( پایان پروژه طالبان) یعنی نوره نړۍ خو لا پریږده د شورای نظار په شان طالب پیژندونکو هم دا خیال پلو واهه چې نور د طالبانو کیسه ختمه ده.

مګر هغه چې وایي څوک چې الله تعالی نه وي ختم کړي انسانان یي نشي ختمولی،تیر کال له شک پرته له ازمویښتونو ډک و، مګر لله الحمد الله تعالی د امارت مشرانو په تیره شهید منصور صاحب ته داسې داریت او تدبیر ورنصیب کړ چې نه یوازې یي امارت د خپل سلف په شان وساته بلکې د بریا او داخلي استحکام مدارج یي هم طی کړل.

امارت په تیر کال کې نه یوازې په کور دننه سرتاسري توافق ترلاسه کړ، بلکې د داعش او نورو فتنو د بغاوت اورونه یي هم داسې مړه کړل چې بیا به ان شاءالله په ټول ژوند هم سر پورته نه کړي.اسلامي امارت په تیرکال کې خپل ټول منسوبین په عملي ډول تدریب او وروزل چې له امتحاناتو سره باید څنګه مقابله وشي او د فتنو په وړاندې سړې او تودې حربې باید څرنګه وکارول شي. په هر حال

اوس چې ددغه امتحاني پړاو له پیل څخه یو کال تیریږي راځئ وګورو چې د طالبانو د خوځشت په اړه د نړیوالو رسنیو او صاحب نظرانو وړاندوینې رښتیا ختلي او که هسې د دروغو اوتې بوتې ثابتې شوي دي.

که همدا نن د هماغو نړیوالو رسنیو تبصرو ته سر ورښکاره کړئ در معلومه به شي چې دغه رسنۍ نن سبا خپله په یوکال پخوانیو پیشګویانو باندې د بطلان کرښې راتیروي، وال سټریټ ژورنال لیکلي چې د طالبانو نوی مشر شیخ هبت الله اخند زاده توانیدلی چې د طالبانو داخلي درزونه له منځه یوسي او صف یو ځل بیا د داخلي قوت او استحکام پوړیو ته پورته کړي.

د ورلډ پوسټ په نوم امریکایي نشریه وایي چې طالبان د هر کله په نسبت په قوي دریځ کې دي، په دې وروستیو کې یي د نادعلي په شمول پراخې سیمې نیولي او لا هم د پرمختګ پړاوونه وهي.

دغه نشریه وایي چې امریکا د طالبانو د ځپلو لپاره ۶۵۰ ملیارده ډالر مصرف کړي دي، دغه راز د امریکا نورو متحدینو هم له دغې ډلې سره په جګړه کې ۱۵۰ ملیارده ډالرو څخه ډیرې پیسې لګولي دي، په دې سربیره امریکا او ملګرو یي درانه ځاني تلفات هم ګاللي مګر له دې سره سره طالبان په پوره قوت مبارزه کوي او هره ورځ نوي پرمختګونه ترلاسه کوي.

د ورلډ پوسټ ورځپاڼه وایي چې طالبانو همدا اوس امریکا ته داسې سرخوږۍ وراچولی چې لکه په شلمه پیړۍ کې چې د ویتنام ویت کنګ مبارزینو وراچولی و، امریکایي چارواکي په دې جګړه کې هم بشپړ ګنګس شوي او د هغه قمارباز غوندې چې د ګټې په تمه ورسره پاتې پیسې په قمار اچوي خو پرلپسې هغه هم له لاسه ورکوي تر دې چې له بشپړ افلاس سره مخ کیږي امریکا هم درګرده د بریا په تمه افغانستان ته پیسې او پوځیان لیږي خو نتیجه یي یوازې ځاني او مالي زیانونه راوځي.

د طالبانو د بریاوو په اړه د رسنیو ننني راپورنه او تبصرې که څوک له یو کال پخوانیو وړاندوینو سره پرتله کوي نو په الهي تقدیر او نصرت یي عقیده نوره هم پخیږي او دا خبره ورته جوتیږي چې د انسان عقل ددې وړتیا نلري چې د راتلونکي سم اټکل وکړي، ځکه د نړۍ جریانات د تقدیر له فیصلو سره سم روان دي او یوازې هغه پیښیږي چې الله تعالی یي د پیښیدو فیصله کړي وي.

دغه حالت مو د راتلونکي په اړه نور هم امیدواره کوي او دا هیله راکوي چې الله تعالی به دا امتحان تیر او هرڅه به د مؤمنانو به خیر او بریا سره انجام کړي.لکه په تیر کال کې یي چې موږ ښکاره شواهد ولیدل.

وما ذالک علی الله بعزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x