نړۍ

ایران سني اتومي ساینسپوه شهرام امیري اعدام کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د ایران حکومت وتلی سني اتومي ساینسپوه شهرام امیري «لویدیځ ته د جاسوسۍ په تور» اعدام کړ.

د شهرام امیري مور ویلي چې د نوموړي جسد چې په غاړه کې یې د رسۍ نښې وې ورسپارل شوی دی.

د ایران د قضايې قوې ویاند غلام حسین محسني هم تایید کړې چې شهرام امیري «امریکا ته د جاسوسۍ» په تور اعدام کړی دی. خو د امیري مور وايي چې تر دې وړاندې محکمې هغه په ۱۰ کلونو بند محکوم کړی و خو یوه میاشت وړاندې یې ناڅاپي خپله پریکړه تغییر کړه او اعلان يې وکړ چې هغه به اعدامیږي.

شهرام امیري په ۲۰۰۹ز کال کې د حج د مبارکې فریضې د ادا کولو پر مهال ورک شو او وروسته په امریکا کې راڅرګند شو. هغه ادعا کوله چې د امریکا څارګرې ادارې (سي آی ای) لخوا د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه تښتول شوی دی.

امیري په ۲۰۱۰ز کال کې هغه مهال په ایران کې ونېول شو چې نوموړی له امریکا څخه راستون او د ایران حکومت لخوا یې تود استقبال وشو خو لږه موده وروسته ورک او کورنۍ يې ویل چې ایراني حکومت نیولی او دوی یې د ژوند په اړه اندېښمن دي.

هغه تېر شپږ کاله په یوه پټ ځای کې «په ډير بد وضعیت» کې ساتل کېدلو.

شهرام اميري کردی دی او د ایران په لویدیځ ښار کرمانشاه کې زیږیدلی و او په اړه یې ویل کیږي چې سني مسلمان و. نوموړي د ایران د اتومي پروګرام په اړه دقیق معلومات درلودل.

د یادونې وړ ده چې ایران څو ورځې وړاندې هم په رجايي ښار کې ۲۱ سني بندیان د ایران د حکومت په خلاف د فعالیتو په تور اعدام کړل.

تېره میاشت د بشري حقونو یوې ټولنې هم خبر ورکړی و چې په ایران کې ۳۰ مسلمان سني علما د اعدام له برخه‌لیک سره مخ دي. دغه ټولنې زیاته کړې وه چې سني بندیان د نورو بندیانو په څېر حقوق نه لري او د دیني فرایضو د ادا کولو څخه هم محروم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x