افغانستان

نېمروز کې د وړو د تولید فابریکې پر کار پیل وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د نېمروز په مرکز زرنج کې د وړو د تولید یوې فابریکې چې هره ورځ به ۳۶ ټنه وړه تولیدوي، نن پر کار پیل وکړ.

د دغې فابریکې رییس تورجان ګرګیج مالک ویلي چې په فابریکې یې ټول ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ۳۰ ټنه وړو د تولید سره به د دغه ولایت د ۳۰ سلنه وړو اړتیاوې پوره کړي.

هغه ویلي چې که د مشتریانو غوښتنه ډیره شوه، دوی به فابریکه هم پراخه کړي چې ورسره به بیا هره ورځ ۱۰۰ ټنه وړه دغه فابریکه تولید کړي.

د ګرګیج د معلوماتو له مخې اوسمهال په فابریکه کې ۲۵ کسان کار کوي، دوی د نېمروز له دهقانانو غنم اخلي او بیا یې وړه کوي.

تر دې وړاندې د نېمروز ولس د وړو اړتیاوې له ترکمنستان، پاکستان او قزاقستان څخه پوره کولې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close