نظــر

په ساده او کلیوالي ژبه لنډ یو څه درته لیکم والي صیب!

غواړم چې لنډ یوه څه ولیکم ځکه چې د دې خاورې او خلکو پر ما حق دی او دې هېواد زه په خپله غیږ کې را لوی کړی یم او پر ما یې مادي او معنوي پانګونه کړي ده ، نو چې څومره مې په وس کې وي زه باید اصلي واقعیتونه ټولنې ته وړاندې کړم.

وړمه ورځ ټلویزون ته ناست وم او ټلویزیوني خپرونې مې کتلې، چینلونه مې تبدیلول ، ګورم چې د ټلویزیون پر سکرین ستاسو انځور را څرګند شو چې د ملي ټلویزیون سره مو مرکه کړي وه او یاد ټلویزیون د پکتیکا ولایت په هکله ځانګړی خبري راپورټ جوړ کړی وو.

صمیم صیب تاسو ډېرې ښې خبرې کولې خو کله چې وار د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته راورسید عجیب او غریب معلومات مو وړاندې کړل. لومړی والي صیب تاسو او د پوهنې ریاست چارواکو د افغان رسنېو هغه خپاره شوي ګزارشونه په کلکه رد کړل چې په پکتیکا ولایت کې د پاکستان هېواد تعلیمي نصاب تدریسیږي.
ورپسې د خپلو خبرو په ترڅ کې مو  ملي ټلویزیون ته وویل چې په پکتیکا ولایت کې په مجموعي توګه ۳۴۴ ښوونځی شتون لري چې له دې جملې څخه یې ۱۱۷ ښوونځی ودانی لري ، ۱۴۵۰۰۰ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي او د دغو زده کوونکو یوه لویه برخه یې ښځینه زده کوونکي جوړوي.

والي صیب! د خدای ج لپاره مکوه، نور دا خلک مه غولوه…!!!

زه په خپله د پکتیکا ولایت یم ، په دې نه یواځې زه بلکه ټول ملت پوهیږي چې پکتیکا ولایت یو نا امنه ولایت دی ، او د هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي چې په کې شوی کار په هیڅ حساب دی او ته او ستا ملګري د یاد ولایت د  بیا رغوونې او خلکو ته د آسانتیایو په برابرولو کې په بشپړه توګه پاتې راغلي یاست.

په پکتیکا ولایت کې ۲۰ په سلو کې امنیت نشته او ستا د دفتر  په ۵ کیلومتری کې خلک آزاد نشي ګرځېدلی نکه ، ګیان، زیړوک، تروو، اومنه، خوشامند، دیله، ګومل او … تر ټولو نا امنه ولسوالی دي.

 د پوهنې په برخه کې د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست فلج دی او په دې تېرو لسو کلنو کې هیڅ لاسته راوړنه نه لري، د پوهنې ریاست مو د ښوونکیو تر  نامه لاندې معاشونه اخلي خو په ډېری ښوونځېو کې ښوونکي شتون نه لري. په ټول زیړوک، ګیان او نکه ولسوالیو کې تر دریېو زرو زیات زده کوونکي نشته .

زه به د معارف په برخه کې یو ژوند مثال در کړم هغه بله ورځ مو ډېره هڅه وکړه چې د پکتیکا ولایت نه ولایتي شورا ته یو ښځینه نومانده کړو، تر څو موږ هم د نورو پرمختللو ولایتونو په قطار کې ودریږو او خلکو ته ووایو چې وګورﺉ! موږ هم پر مختللي خلک یو، موږ هم علم او پوهه خوښوو او غواړو چې خپل راتلوونکي نسل ته خدمت وکړو، خو له بده مرغه په ټوله پکتیکا ولایت کې مو داسې ښځینه پیدا نه کړه چې هغه له دولسم ټولګي څخه فارغه وي او دا جرت وکړي چې ولایتي شورا ته نومانده شي.

 نو ته څنګه مطبوعاتو ته ناسم معلومات ورکوې؟ زه ستاخبرې په کلکه ردوم او دا درته وایم چې والي صیب د پکتیکا ولایت د زده کوونکو شمېر ۸۰۰۰۰ تنو ته هم نه رسیږي.

د لوړو زده کړو په برخه کې پکتیکا ولایت صرف په نوم پوهنتون لري بس ، یاد پوهنتون ښوونکي نه لري، کتابتونونه او داسې نورې آسانتیاوې چې د یوه پوهنتون لپاره اړین دي نشته او  محصلین له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پکتیکا ولایت ډیری خلک د روغتیايي سهولتونو څخه بې برخې پاتې دي ، حتې په کلینکونو کې ډېری داسې ډاکټران په دندو ګمارل شوي چې لس یا دولس میاشتې یې طبي زده کړې کړي، او له بلې خوا د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او خلکو ته کاري زمینه نه ده برابره شوي.

خبرې ډېرې دي نه غواړم چې اوږدې شي خو دومره درته وایم،چې والي صیب! لمر په دوو ګوتو نه پټیږي، اوس پکتیکا وال راویښ شوي انشاءالله نور به پرېږدي چې د دوي د ژوند پرېکړه تاسو غوندې خلک وکړي.

عارف تلاش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x