افغانستان

کاپيسا کې د برېښنا ستر بند رغول کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): په کاپيسا ولایت کې د ۲۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو برېښنا بند جوړیږي چې د دغه ولایت په شمول به څو ګاونډیو ولایتونو ته برېښنا ورکړي.

د کاپيسا د والي ویاند قیس قادري ویلي چې د اوبو او برېښنا وزارت تخنیکي او مسلکي ټیم د نجراب ولسوالۍ په باغدره سیمه کې سروې کړی ده. د یادې سروی له مخې به د ۲۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه ستر برېښنا بند جوړ شي چې د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا د تولیدولو ظرفیت به ولري.

قادري ویلي چې د دغه برېښنا بند څخه به د کاپيسا ټولو ولسوالیو په شمول پنجشیر، پروان ولایتونو او د کابل ځېنې برخو ته برېښنا ورکړل شي.

سرچېنې د معلوماتو پر اساس اوسمهال یو افغاني شرکت د دغه بند د رغولو لپاره تیاری ښودلی او سیمه يې هم کتلې ده.

د والي ویاند په وینا د دغه بند د جوړلو سره به د پنجشیر، سالنګ او غوربند اوبه هم مهار شي چې د ډیری دښتو او کرنیزو ځمکو خړوبېدو سره به زراعتي سستم هم فعال شي.

قیس قادري له قوله د دغې پروژې په لومړي پړاو کې به سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او د بند د جوړیدو سره به په سیمه کې کرنیز او صنعتي انقلاب رامنځته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x