افغانستان

د هرات ښاري محکمې ۱۳ تښتوونکي په اعدام محکوم کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د هرات ښاري محکمې ۱۳ کسان چې په تښتونې تورن وو په اعدام او ۴ نور په بند محکوم کړل.

په هغه علني جلسه کې چې نن د هرات د ښاري محکمه رییس قضاوتمند محمد شعیب ابراهیمي لخوا جوړه شوې وه، ۱۳ کسان د تښتونې په تور په اعدام محکوم شول.

ابراهیمي نن د محاکمې پر مهال وویل چې دغه تښتونکو په څو بېلابېلو پېښو کې د ماشومانو په شمول ۱۱ کسان تښتولي وو چې له منځه یې ۳ وژلي، پنځه یې د پيسو بدل کې خوشې کړي او د ۳ نورو برخلیک لا هم څرګند نه دی.

هغه زیاته کړله چې یادو کسانو د استیناف غوښتنې حق محفوظ دی.

د محکمې په جلسه کې د عبدالعلي په نوم یو تورن د ښاري محکمې لخوا بري الذمه اعلان شو.

په عین حال کې هغو کورنیو چې یادو تښتونکو يې ماشومان تښتولي او بیا وژلي وو له حکومته غوښتي چې تښتوونکي علني اعدام کړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د هرات ښاري محکمې دوه تنه تښتونکي په اعدام محکوم کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x