fbpx
windows8.1

نوي وينډوز 8.1 په رسمي توګه بازار ته وړاندي شو

نن ټکی آسیا: د وعدې سره سم تیره ورځ امریکايي شرکت مایکروسوفټ وینډوز 8.1 بازار ته وړاندي کړ، دا پروګرام به د هغو چا لپاره وړیا وي چي له مخکي نه کمپیوټر کي وینډوز 8 (windows 8) لري، او په وړیا توګه به یې د شرکت د ویب سایټ له لاري، او یا هم د وینډوز سټور له لاري کښته کولای شي، او خپل وینډوز به په دغه نوي ورژن باندي تبدیلولای شي.

خو هغه څوک چي یا کمپيوتر کي تر دې پخوانۍ وینډوز لري، او یا هم غواړي چي ځانته ددغه ورژن نوې کاپي رانیسي، نو هغوی به د وینډوز 8.1 ساده ورژن لپاره 119.99 ډالره پیسې ورکوي، او  د وینډوز 8.1 پروفیشنل لپاره به 199.99 ډالره له جیبه پرې کوي.

باید وویل شي چي ددې تر مخه امریکايي شرکت مایکروسوفټ اعلان کړی وو چي په نیژدې راتلونکي کي به خپل وروستی وینډوز ۸ کي پراخ بدلونونه را منځته کړې، ځکه چي د دغه وینډوز پروګرام په استعمال کي خلګ ستونزي او شکایتونه لري.

او زیاته کړې وه چي دا به لومړی ځل وی چي مایکروسوفټ دومره لوی بدلون په خپل یو پروګرام کي را ولي، او دا بدلون به نه یوازي د پروګرام د کار کردګي په اړه وی، بلکي د وینډزو په شکل کي به هم ډیر بدلون را منځته سي.

په وینډوز 8 کي د سټارټ هغه بټن نه ښکاریده چي د وینډوز استعمالونکو ته په خپلو کمپيوټرونو کي تر ټولو اشنا بټن وو، خو ویل کیږي چي په نوي وینډوز کي هغه بټن هم خپل ځای ته را ګرځېدلی، او نور هم ډیري ځانګړتیاوي په کښي اضافه شوي دي.

که تاسو فعلا په خپل کمپیوټرونو کي وینډوز 8 لرئ، او غواړئ چي نوي وینډوز ته خپل سیسټم اپډیټ کړی، د وینډوز 8 په لومړنیو پروګرامونو (apps) کي د سټور پروګرام (store) ته ورشئ، په لومړي لین کی به همدا د وینډوز 8.1 اپډیټ وي، په وړیا یې اپډیټ کړئ، او یا د مایکروسوفټ لاندي صفحې ته ورشئ:

http://windows.microsoft.com/en-au/windows/download-shop

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د