افغانستان

ګډحکومت له حزب اسلامي سره د هوکړه‌لیک لاسلیکولو ته تیاری ښودلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): که څه هم د سولې عالي شورا وايي چې حزب سره د مذاکراتو نوی پړاو پیلوي خو د حزب اسلامي (ګلبدین حکمتیار ښاخ) بیا د ګډحکومت سره مذاکرات بشپړ او هوکړه لیک نهايي بولي.

حزب اسلامي د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې یوه کاپي یې نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړې ده ویلي چې کابل ته یې یو هیئت د حکومت په بلنه لېږلی څو د لاسلیک نېټه او د اعلان څرنګوالی وټاکي.

شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې ۲۵ماده‌ لرونکی هوکړه لیک نهايي شو چې د سولې د عالي شورا له لوري ګډحکومت او حزب اسلامي ته د وروستیو ملاحظاتو لپاره وسپارل شو.

هغه مهال د سولې عالي شورا اعلان وکړ چې دوه اونۍ وروسته به دواړه لوري د سولې موافقه لاسلیک کړي خو هغسې ونشول او د سولې خبرې له ځنډ او خنډ سره مخ شولې.

اوس تازه حزب اسلامي ویلي چې دوی ډير پخوا چمتو وو چې سند لاسلیک کړلي خو د حکومت له لوري یو شمېر ستونزې وې چې له کبله یې هوکړه لیک د لاسلیک وځنډيدلو.

بل لوري ته د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاء الرحمن سلیم هم کابل ته د حزب اسلامي د مذاکراتو د پلاوي د راتګ پخلی کړی دی.

هغه ویلي چې د انجنیر محمد امین کریم په مشرۍ د حزب اسلامي یو هیئت کابل ته د حکومت سره د مذاکراتو لپاره را رسېدلی دی.

سلیم ډیوه رادیو ته د مذاکراتو د ځنډیدو ټول مسوولیت په حزب اسلامي اچولی او ویلي يې دي چې «د حزب پلاوي لږ ځنډ وکړ او د دې وضاحت په دوی پورې اړه لري چې ولې یې ځنډ وکړ، موږ د دوی په انتظار وو، ښه شول چې راغلل، موږ د مذاکراتو لپاره امادګي لرو».

تر دې وړاندې د روان کال د چنګاښ په ۷مه /جون ۲۷مه/ د حزب اسلامي رسمي وېبپاڼې شهادت د یوې لیکنې په خپرولو سره د مذاکرات د ناکامېدو خبر ورکړی و.

د حقپال په نوم یو تن چې د حزب د سرچېنو له قوله په خپله انجنیر ګلبدین حکمتیار دی له خلکو غوښتي وو چې د سولې مخالفینو پسې راپورته شي، سپين بیرغونه دې په لاس کې ونیسي، د سولې مخالفو چارواکو ماڼۍ او ادارې دې محاصره کړي او د خپل ولس منل شوی حق سوله دې ترې په زور واخلي.

لیکوال عموما حکومت او په ځانګړي توګه اجراییه رییس ډاکتر عبدالله او د هغه ټیم د سولې مخالف ښودلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

سبب به تعويق انداختن معاهده بين حزب و حكومت مزدور احتمالا نهايي گردن و اعمال موضوع اخراج إجباري مهاجرين با باكستان بود كه يكي از مقدمات أن را میتوان برخورد اخير طورخم توام با بوشش تبليغاتي رسانه ها نام برد. مهاجرين عودت كننده بأيد خيلي هوشيار باشند تا به سبب ضيقت شرایط اقتصادي مورد سوء استفاده پروژه تسليحاتي حزب و دولت مزدور قرار نگيرند . همچنان امارت اسلامي نيز بأيد بعنوان يك جهت مسوول در حل مشكلات مهاجرين عودت كننده دست بكار شده در تسهيل انتقال انها به مناطق مختلف كمك و ياري كنند. علاوه ازين قلم بدستان خداپرست و… نور لوستل »

خبلواک

عزت او ذلت د الله ج له خوا ورکول کیږی کله چه حکمت یار او ملګری یی قناعت خپل کړی وو سپیڅلی جهاد یی کولو عزت یی خپل کړی وو ، کله چه د ډالرو ( د نفس ) مقابل جهاد کی د ماتی سره مخ شو جهاد یی په سوړ جنګ وپلورلو د ذلتونو سره مخ او حریص جوړ شو . د سولی مذاکرات هغه کوی چه جنګ کی وی ، حزب له اوله یو ګروپ د کابل اداره او بل ګروپ یی د حکمتیار په مشری د مقاومت د زبلو د پاره غرونو ته مخه وکړه ، چه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x